په کندهار ښار او ولسوالیو کې د ۴۰ پلونو او پلګوټو د جوړولو چارې نن پيل شوې چې سلګونو کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.
د اسلامي امارت مشر مولوي هبتالله اخندزاده د سوداګرۍ او پانګونې او د کانونو او صنایعو خونو له ګډ پلاوي سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ په برخو کې رغنده ګامونه واخلي.
د سپینبولدک – چمن په دروازه کې یو ځل بیا د تګ راتګ او سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې ډېرې شوې دي؛ پاکستاني ځواکونه نه یوازې پر دغه لار تلونکي خلک ځوروي، بلکې په یوه او بله پلمه د مېوو د صادراتو پر مخ هم خنډونه جوړوي.
د کندهار کروندګر وايي، له تېر کال راهیسې په دغه ولایت کې د شنو خونو/ Green Housesجوړولو بهیر درېدلی؛ په داسې حال کې چې مخکې به هر کال د کرنې وزارت او ځینو موسسو په مرسته لسګونه شنې خونې جوړېدلې او سلګونه کسان پکې په کار بوختېدل.
د کندهار امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په معروف او ریګستان ولسوالیو کې يې د ۱۱۰۰ پسونو د قاچاق مخه نيولې ده.
د کندهار د پوهنې ریاست وايي، د پوهنې وزارت ته یې خالي بستونه وړاندیز کړي وو چې هغوی یوازې ۱۴۱۴ بستونه منلي او اوسمهال د دغو بستونو لپاره نوملیکنه روانه ده.
د هلو ټرسټ/The HALO Trust موسسې مسوولین وايي، په سوېلي ولایتونو (کندهار، اروزګان او زابل) کې یې خپل فعالیت ډېر کړی او په دې وروستیو کې یې ۸۰۰ کسان د ماینونو ویستلو په برخه کې ګومارلي دي.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په مرغۍ کلي کې د څښاک پاکو اوبو د یوې پروژې کار پیل شو چې په بشپړېدو به یې زرګونو کورنیو ته د څښاک صحي اوبه برابرې شي.
کندهار کې د ځواکمنو ځوانانو غورځنګ یو شمېر غړو نن د یوه لاریون په ترڅ کې له نړیوالې وغوښتل تر څو امریکا مجبوره کړي چې د افغانانو کنګل شوې پیسې افغانستان ته وسپاري.