ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار کروندګر د شنو خونو په جوړولو کې له موسسو او حکومته مرسته غواړي

د کندهار کروندګر د شنو خونو په جوړولو کې له موسسو او حکومته مرسته غواړي

author avatar
19 Jun 2022 - 14:09
د کندهار کروندګر د شنو خونو په جوړولو کې له موسسو او حکومته مرسته غواړي
author avatar
19 Jun 2022 - 14:09

کندهار (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د کندهار کروندګر وايي، له تېر کال راهیسې په دغه ولایت کې د شنو خونو/ Green Housesجوړولو بهیر درېدلی؛ په داسې حال کې چې مخکې به هر کال د کرنې وزارت او ځینو موسسو په مرسته لسګونه شنې خونې جوړېدلې او سلګونه کسان پکې په کار بوختېدل.

کروندګر له کرنې وزارت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې د شنو خونو جوړولو درېدلی بهیر دې بېرته پیل کړي، ځکه دوی په یوازې ځان د شنو خونو جوړولو توان او مسلکي روزنه نه لري.

هغوی زیاتوي، روانې وچکالۍ ته په پام شنې خونې د اوبو په سپما، په هر موسم کې د خلکو د سبزیو اړتیا پوره کولو او له بهره د سبزیو واردولو په مخنیوي کې مهم رول لري.

د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ یوه کروندګر میرا جان پژواک خبري اژانس ته وویل، د مخکني حکومت له پرځېدو وروسته په دغه ولایت کې شنې خونې جوړې شوې نه دي.

هغه زیاته کړه، دا مهال په کندهار ښار او نږدې ولسوالیو کې سلګونه شنې خونې شته چې بېلابېل سبزیجات په کې کرل کېږي، خو لا هم ډېرو نورو شنو خونو جوړولو ته اړتیا ده.

نوموړی وايي، د کرنې وزارت او مرستندویه موسسې باید په کندهار کې د شنو خونو جوړولو درېدلی بهیر بېرته پیل کړي؛ ځکه له یوې خوا به وچکالۍ ته په پام اوبه وسپمول شي او بلخوا به په هر موسم کې د خلکو د اړتیا وړ سبزیجات وړاندې شي، له بهره به د سبریو واردولو مخنیوی وشي او سلګونه کسان به په کار بوخت شي.

هغه وویل: «ما غوښتل پر خپله ځمکه شنې خونې جوړې کړم، خو وس مې یې نه درلود، اوس مې پالېز کرلی او د اوبو را ایستلو لپاره مې هېندارې په پور رانیولې دي، حکومت او موسسې دې موږ ته شنې خونې جوړې کړي څو هم اوبه وسپمول شي او هم بزګرو ته یو شی پاته شي.»

د ارغنداب ولسوالۍ یو کروندګر عبدالله هم ورته غوښتنې لري او وايي، په خپل لګښت یې درې شنې خونې جوړې کړې، خو له ډېر لګښت وروسته یې هم هغسې حاصلات ترې وانه خیستل چې له نورو شنو خونو یې خلک اخلي.

هغه زیاته کړه: «ما پر هره شنه خونه تر درې لکه ډېرې افغانۍ مصرف کړې، خو دا چې مسلکي روزنه مې نه درلودله ښه حاصلات مې ور څخه وانه خیستل، اخر مې ټول شیان پر بل چا خرڅ کړل.»

دی له کرنې وزارت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې نه یوازې د شنو خونو جوړول بېرته پيل کړي بلکې کروندګرو ته دې دوامداره مسلکي روزنه هم ورکړي.

د پنجوايي ولسوالۍ یو کروندګر سید ولي چې څو کاله مخکې یې د یوې موسسې په مرسته پر خپلې ځمکې شنې خونې جوړې کړې، وايي، په بېلابېلو موسمونو کې په خپلو شنو خونو کې بېلابېل سبزیجات کري چې تر نورو مخکې یې حاصلات رسېږي او ښه عاید ترې تر لاسه کوي.

نوموړي پژواک ته وویل، سږ کال یې هم په خپلو شنو خونو کې بادرنګ، رومیان، بانجان او بېنډۍ کرلې وې چې تر اوسه یې حاصلات ټولوي.

ده زیاته کړه: «که یو کار په مسلکي ډول وشي او خواري ورسره وکښل شي، ګټه کوي، څو کلونه کېږي له خپلو شنو خونو ښه حاصلات راټولوو، ډېرې اوبه نه غواړي خو خواري ورسره کوو، کود ورکوو او روزنه يې په ښه ډول کوو.»

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست هم وايي چې له تېر کال راهیسې په دغه ولایت کې شنې خونې نه دي جوړې شوې، خو ځینو موسسو ژمنه ورسره کړې چې کروندګرو ته به شنې خونې جوړوي.

د دغه ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس‌الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسمهال د کندهار په ډنډ، دامان، ارغنداب، پنجوايي، ژیړۍ او میوند ولسوالیو کې ۷۰۲ شنې خونې شته چې په تېرو کلونو کې جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، په دغو شنو خونو کې ۳۹ یې د کرنې وزارت او پاتې یې د همکارو موسسو له خوا جوړې شوې، خو له تېر کال راهیسې دا بهیر درېدلی دی.

دی وايي: «موږ د همکارو موسسو ADA, KRO, CHO او نورو سره خبرې کړې، هغوی اوس مهال هم د بندونو په جوړولو او نور چارو کې همکاري کوي، خو موږ د شنو خونو غوښتنه هم ورڅخه کړې ده او دوی ژمنه کړې چې بزګرو ته به شنې خونې جوړوي.»

د کندهار کروندګر دغه خبر ته خوشحاله دي او غوښتنه کوي چې د شنو خونو جوړولو ترڅنګ دې ورسره د اصلاح شوو تخمونو او کېمیاوي سرې مرسته هم وکړي، ځکه په دې وروستیو کې یې بیه لوړه شوې او دوی یې د پېرلو توان نه لري.

Visits: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.