امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست په کندهار کې د خبریالانو او سیمهییزو رسنیو له استازو سره په یوه ناسته کې نوي محدودیتونه وضعه کړي او له خلکو یې د هغو د عملي کولو غوښتنه کړې ده.
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي، تېره شپه د دې ولسوالۍ په سرکاڼو سیمه کې یوه ښځه- چې حامله هم ده- ژورې څاه ته لوېدلې ده.
د کندهار سوداګرۍ خونه او د وچې مېوې سوداګر وايي، له دغه ولایت څخه بهر ته د وچې مېوې په صادراتو کې ډېروالی راغلی او یوازې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د څه باندې ۹۶ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۲۹زره ټنه ډېر کشمش/ممیز بهر ته صادر شوي دي.
د کندهار ښار په ۹ مه ناحیه کې د څښاک اوبو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې د دې سیمې ۳۶۰۰ کورنیو ته پاکې اوبه ورسېږي.
د کندهار د اوبو رسونې او کانالیزاسیون ریاست وايي، په دغه ولایت کې تر ځمکې لاندې اوبه ۱۵ متره ښکته شوې چې له امله یې خلک د اوبو له کمښت سره مخ شوي دي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د هوا له ګرمېدو سره د شري ناروغي ډېره شوې چې دوی یې د کمولو هڅې کوي.
د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مسوولین او صنعتکاران وايي، د برېښنا ستونزې د حل په موخه دې دغه ولایت ته د وارداتي برېښنا د لېږد درېدلې چارې بېرته پیل شي.
په کندهار ولایت کې د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست په ټکسي یا رېکشا کې د ښځو پر یوازې تګ بندیز لګولی دی.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د غېږ نیولو درې ورځنۍ سیالۍ پيل شوې چې د دغه ولایت په ګډون د هلمند، زابل، اروزګان، فراه، هرات او بادغيس لسګونو پهلوانانو ګډون په کې کړی دی.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۵ غړي په چاړه وهلي او ټپيان کړي دي.
په کندهار ښار کې د لوبو یو جمنازیم جوړ او پرانیستل شو چې ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی دی.
په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د ځينو ستونزو له امله، د دغه ولایت ۶۶ سلنه ماشومان له دغه واکسینه بې برخې دي.