د هرات ځيني اوسېدونکي د ژمي په را رسېدو سره د سون توکو په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو له لوړې بیې شکایت لري او وایي چې د ډېرې کورنۍ د خراب اقتصادي وضعیت له امله نه شي کولای سون توکي وپېري.
هرات کې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز او ادرسکن ولسوالۍ مربوطاتو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله پنځه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي، لسو بهرنيو سیلانیانو د سیاحتي او تاریخي ځایونو لیدلو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی چې لازمې اسانتیاې په واک کې ورکړل شوې دي.
هرات ولایت کې د ترکمنستان سرکنسول وايي چې هېواد یې په دغه ولایت کې د ځینو تاریخي ابدو بیارغولو او جوړولو ته لېوالتیا لري.
په هرات کې له مرګونې او خونړۍ زلزلې یوېنیمه میاشت تېرېږي او زلزلهځپلي شکایت کوي چې د ژمي له پیلېدو سره یې ژوند لا سخت شوی دی.
د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو کورنيو لپاره د ٦٠ کورونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د هرات ځیني فرهنګیان او اوسېدونکي د دغه ولایت د تاریخي ابدو د ځینو برخو پر زیانمنېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې د ژمي په رانږدې کېدو ښايي دغه ابدې لا زیانمنې شي.
د هرات چاپېریال ساتنې ریاست وايي، د دغه ولایت د استخباراتو په همکارۍ یې د سیمهییزو چارواکو په حضور کې ۱۲ وحشي ارزښتناکه مرغان طبیعت ته خوشي کړل.
مسوولین وايي، هرات ښار کې د کندهاریانو ساحې سړک د شمالي او سوېلي برخو پخولو چارې پیل شوې او د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې څلور ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هرات کې د کرکټ ځيني لوبغاړي په دغه ولایت کې د معیاري لوبغالي له نشتوالي شکایت کوي، وایي چې د مناسب ځای نشتوالي له امله نه شي کولای چې په حرفهیي ډول د کرکټ لوبې وکړي.
د هرات حوزوي روغتون مسوولین په دغه روغتون کې د سرطان پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي خو ناروغان له حکومته غواړي چې لازم روغتیايي امکانات ورته برابر کړي او د دغه روغتون د سرطاني ناروغیو درملنې برخې ته پاملرنه وکړي.
سیمهییز مسوولین وايي چې د هرات په لسمه او څوارلسمه ناحیو کې د «پایین اب» له سیمې تر «ګنج سابقه» پورې د سنګي کانال جوړېدو چارې پیل شوې.