هرات کې بهر ته د زعفرانو یوازېنۍ صادروونکې مېرمن له حکومته د ملاتړ او په نړۍوالو نندارتونونو کې د ګډون لپاره د اسانتیاوو برابرېدو غوښتنه کوي او وایي که ملاتړ یې وشي، ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابرولای شي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت له زیږنتون او حوزوي روغتونونو سره روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) لوېدیځ زون دفتر له لوري د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وشوه.
هرات کې د ښځو یوازېني ځانګړي رسټورانټ مسووله وایي چې د دغه رسټورانټ په جوړولو سره یې څو نورو مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.
د هېواد دملي سوداګر او د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي لخوا د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات زلزله ځپلو لپاره جوړ شوی ښارګوټی پرانیستل شو.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې زلزلهځپلو ته د ښارګوټي په بڼه د ۳۶ نورو کورونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د هرات ولايت د زندهجان ولسوالۍ په زلزلهځپلو سيمو کې د خلکو په مرسته لسګونه بېړنۍ سرپناوې جوړ شوې چې د دغه ولايت د ځایي چارواکو په شتون کې د یادې ولسوالۍ د کرنيل کلي اوسېدونکو ته وسپارل شوې.
هرات کې یو شمېر کروندګر د خپلو کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره د معیاري سړو خونو پر نشتوالي اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پام وکړي او سړې خونې جوړې کړي.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې د ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت د دغه ولایت له تخت صفر تر ګمرکه د سړک پخولو چارې پیل شوې.
تېره شپه د ریښتر په کچه ۴.۳ درجې زلزلې یو ځل بیا هرات ولایت لړزولی دی.
هرات کې د کلالۍ د یوازېنۍ کارګاه مسوولین وايي چې د ټولو کلالي توکو جوړولو وړتیا لري، خو د بازار نشتوالي له امله یې فعالیت محدود شوی دی.
په افغانستان کې د ترکيې د پوهنې بنسټ رییس د هرات له والي سره لیدنه کې ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو له لارې عصري زدهکړو ته د پراختيا په هڅه کې دی.
هرات کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز هرات ښار پنځمه ناحیه کې د ښاروالۍ له لوري د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې.