ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د یوازېنۍ کلالۍ مسوولین وایي، د تولیداتو بازار یې پیکه شوی

هرات کې د یوازېنۍ کلالۍ مسوولین وایي، د تولیداتو بازار یې پیکه شوی

author avatar
26 Dec 2023 - 16:41
هرات کې د یوازېنۍ کلالۍ مسوولین وایي، د تولیداتو بازار یې پیکه شوی
author avatar
26 Dec 2023 - 16:41

هرات (پژواک، ۵ مرغومی ١٤٠٢): هرات کې د یوازېنۍ کلالۍ مسوولین وايي، که څه هم هر ډول خټین لوښي جوړولی شي خو د بازار نشتوالي له امله یې اوس فعالیت محدود شوی دی.

د هغوی په خبره، مخکې په هرات کې تر دېرشو ډېرې کلالۍ وې خو اوس د کلالي محصولاتو او لوښو د پلور بازار پیکه کېدو له امله یوازې یوه کلالي فعاله ده.

هرات کې د دې کارګاه مسوول حکمت‌الله غلامي پژواک خبري اژانس ته وویل چې له ۱۳۷۹ کال راهیسې د کلالۍ صنعت برخه کې دغه ولایت کې فعالیت لري او دا کارګاه د هر ډول خټینو توکو جوړولو وړتیا لري.

خو هغه وایي، له دې امله چې بازار کې د کلالي توکو ځای بهرنیو توکو نیولی، دوی اوس د کوتې په شمار خټین توکي تولیدوي.

د غلامي په خبره، تېرو کلونو کې په دې کارګاه کې له ۷۲ ډوله ډېر کلالي توکي تولیدېدل چې اوس د بازار نشتوالي له امله دوه یا درې ډوله تولید لري.

نوموړی زیاتوي، اوس هم دوی په یوه ورځ کې تر دوو سوو ګلدانیو جوړولو وړتیا لري، خو د بازار نشتوالي له امله یې نه جوړوي او ډېره موده کېږي چې ان په یوه میاشت کې له ۵۰ ډېرې ګلدانۍ نه دي پلورل شوي.

نوموړي دغه راز وویل چې د ژمي په را رسېدو سره له دوه سوه زره افغانیو په ارزښت نه پلورل شوي توکي لري او نه پوهیږي چې هغه له باران او واورو چېرې وساتي.

بلخوا، دغه ولایت کې د فرهنګي او تاریخي چاروپوهان د کلالۍ صنعت تاریخ ته په اشارې وایي چې که دغه صنعت هرات کې له منځه لاړ شي دا به د هرات او افغانستان فرهنګ ته جدي خطر وي.

د چارو یوه کارپوه مسلم مروي پژواک ته وویل چې د هرات د لاسي صنایعو او هنرونو د ساتنې په موخه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست باید اقدامات وکړي.

هغه وویل: «موږ ته په هيڅ امکاناتو د دغو هنرونو میراث را پاتې دی، دې وخت کې د حکومت او خلکو دنده دا ده چې له دغو هنرونو ملاتړ وکړي څو د بازار د پیکه کېدو مخه یې ونیول شي.»

ورته وخت کې، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو دغه ولایت کې د کلالي له صنعته د ملاتړ ترڅنګ وایي چې دوی له هنرمندانو او صنایعو د ملاتړ په موخه د دغه ولایت په اختیارالدین کلا کې دارالفنون فعال کړی څو وکولای شي چې په یو ډول دا توکي داخلي او بهرني ګرځندویانو ته وروپېژني او هم دغه ولایت کې د هغو د له منځه تلو مخه ونیول شي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر امر مولوي حمیدالله غیاثي وویل چې دوی دې برخه کې اقدامات کړي او باید د دغه صنعت برخې ته هم پاملرنه وشي؛ ځکه دا یو له هغو هنرونو دی چې په یونیسکو کې هم ثبت دی.

نوموړی وایي، د دوی اداره تر خپله وسه د لاسي صنایعو د ودې لپاره هڅه کوي او خلک دې هم له لاسي صنایعو په اخیستو او استفادې، د هنري اثارو او لاسي صنایعو د ساتنې په موخه همکاري وکړي.

Visits: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.