ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ښځو یوازېني رسټورانټ مسووله: حکومت دې له متشبثو ښځو خپل ملاتړ ډېر کړي

هرات کې د ښځو یوازېني رسټورانټ مسووله: حکومت دې له متشبثو ښځو خپل ملاتړ ډېر کړي

author avatar
15 Jan 2024 - 10:41
هرات کې د ښځو یوازېني رسټورانټ مسووله: حکومت دې له متشبثو ښځو خپل ملاتړ ډېر کړي
author avatar
15 Jan 2024 - 10:41

هرات (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): هرات کې د ښځو یوازېني ځانګړي رسټورانټ مسووله وایي چې د دغه رسټورانټ په جوړولو سره یې څو نورو مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.

د «صبح بهار» رسټورانټ مسوولې ملالۍ فروتن پژواک خبري اژانس ته وویل چې ځینو ښځو ته د کار موندنې په موخه یې اووه میاشتې مخکې دغه رسټورانټ هرات ښار کې جوړ کړ چې د اوسېدونکو له هرکلي سره هم مخ شوه او دمګړۍ په دې رسټورانټ کې ۱۴ ښځې کار کوي.

فروتن زیاتوي چې دوی دغه رسټورانټ کې سیمه‌ییز خواړه چمتو کوي او خپلو ښځینه پېرېدونکو ته یې وړاندې کوي او ښځې هم کولای شي چې په ډاډه زړه دغه رسټورانټ کې ډوډۍ وخوري او د بهرنيو مېلمستیاوو لپاره هم سفارشونه منل کېږي.

د «صبح بهار» رسټورانټ مسووله وایي چې دې د نوښت راوستلو او د ذهني سکون لپاره په رسټورانټ کې کتابتون هم جوړه کړی څو پېرېدونکي د سفارش تر چمتو کېدو کتاب ولولي.

ملالۍ فروتن له حکومته غواړي چې له متشبثو ښځو د ملاتړ برخه کې هڅه وکړي او هغوی ته دې د ولایت په کچه د سوداګرۍ د ودې زمینه برابره کړي څو ډېرې ښځې وکولای شي چې له دې لارې خپلو کورنیو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.

بلخوا، د دغه رسټورانټ اشپزه مریم امیري چې په دې کاري چاپېریال کې ځان ارامه احساسوي پژواک ته وویل چې هره ورځ څلور ډوله خواړه (منتو، اشک، بولاني او سمبوسې) او دغه راز بهرني سفارشات چمتو کوي.

هغې زیاته کړه، دغه رسټورانټ کې هیڅ نارینه نشته ټول خدمات د ښځو لپاره د ښځو له خوا وړاندې کېږي.

نوموړې چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټوونکې ده وايي، په ښار کې د دغه ډول ځایونو شتون د ښځو لپاره اړین دی.

ورته وخت کې، هغه پېرېدونکې چې دغه رسټورانټ ته راځي، وایي چې دوی ځانونه ډېر ارام احساسوي او کورنیو ته د داسې چاپېریال برابرول یو نوښت ګڼل کېږي.

حمیده چې دغه رسټورانټ ته راغلې، وایي چې ډېری وخت په دغه رسټورانټ کې چمتو شوي خواړه پېري او خپل کور ته یې وړي او یا یې دلته خوري.

هغې وویل چې تر اوسه یې څو مېلمستیاوو ته له دغه رسټورانټه ډوډۍ وړې؛ ځکه د دغه رسټورانټ ښځینه مسوولینو ته په ارامه زړه خپل سفارش ورکولای شي او کولای شي چې دلته تګ راتګ وکړي.

بلخوا، د اقتصادي چارو پوهان وایي چې خصوصي سکټور، له ښځینه سوداګرو ملاتړکوونکي بنسټونه او حکومت باید د هېواد په کچه د ښځو لپاره د سوداګرۍ زمینه پراخه کړي.

یو اقتصادي کارپوه ګلاب حیدري وایي چې د سوداګرۍ اړونده خونې د سوداګرو او متشبثو ښځو د سوداګرۍ پراخېدو برخه کې مهم رول لرلي او باید د دغو خونو له خوا ښځینه سوداګرو ته د نوې سوداګرۍ طریقې وړاندې شي.

د هېواد په لوېدیځ زون کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره بهناز سلجوقي سوداګرۍ ته د ښځو د لېوالتیا ډېرېدو په اړه وایي چې د دغه خونه د ښځو سوداګرۍ پراخېدو ته چمتو ده او دې برخه کې اړین اقدامات هم شوي دي.

خو له دې ټولو سره، د هرات ولایت په سیمه‌ییزه اداره کې مسوولین ویلي چې هغوی سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او سیمه‌ییزه اداره هم په دې برخه کې له سوداګرو سره همکاره او د هغوی لپاره یې په سوداګریزو چارو کې اسانتیاوې رامنځته کوي.

د هرات ولایت مقام ویاند مولوي نثاراحمد الیاس مخکې له دې پژواک خبري آژانس خبریال سره خبرو کې ویلي و چې دوی له سوداګرو سره همکار دي او دې برخه کې ډېرې هڅې هم شوې دي.

د الیاس په خبره، د هرات سیمه‌ییزه اداره په دغه ولایت کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره مناسب بستر جوړوي او له سوداګرو په ځانګړې توګه د ښځینه سوداګرو د ملاتړ لپاره یې څو نندارتونونه هم جوړ کړي دي.

دا په داسې حالې کې ده چې د سوداګرۍ خونو د مسوولینو په وینا، هرات کې ۵۶۰ ښځې په رسمي او شاوخوا څه باندې لس زره ښځې په غیر رسمي ډول پر سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي چې د دغو له جملې له شلو تر دېرشو سلنه يې په عصري بڼه او نور یې په عنعنوي ډول سوداګري کوي.

Visits: 126

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.