Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
یو خیریه بنسټ د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ هرات ولایت کې د سترګو ناروغانو د وړیا درملنې څلور ورځنی کمپاین پیل کړی دی.
هرات کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې پنځه وسلهوال کسان چې غوښتل یې یو صراف وتښتوي، د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.
په هرات کې ځيني کروندګر وایي چې د وروستیو ورښتونو او کچالانو ته د تقاضا ډېرېدو له امله د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د دغه محصول کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.
د هرات امنیه قومانداني وايي، هغه کس چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې یې خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلې وې، د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له ۱۵۰ دیني عالمانو د قضاء او افتا برخو کې د دوکتورا معادل د دیني تخصصونو لومړنۍ ازموینه واخیستل شوه.
هرات کې د هریرود سیندیزې حوزې مسوولین وايي، د سلما بند کاسه له وروستیو ورښتونو سره بشپړه ډکه شوې او د دې لپاره چې بند ته زیان ونه رسېږي، ۴۰۰ مترمکعب اوبه یې ترې خوشې کړې دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو کمپاین له پیله راهیسې په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې د هرات ښار د ګڼېګوڼې په بېلابېلو سیمو کې ۲۸ هوایي پلونه جوړ شي.
هرات کې یو شمېر هغه ښځې چې انلاین سوداګرۍ ته یې مخه کړې وایي، انلاین پلورنځي د یوې نوې پدیدې په توګه کولی شي د کاروبار بازار غوړېدا کې اغېزناک وي او باید هغه ښځې چې په دې برخې کې فعالیت کوي، وروزل شي.
د هرات امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د وسلهوالو او نورو غلاوو په تور اووه کسان نیول شوي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د پاشدان بند د پاتې چارو پرانېسته وکړه.
د هرات ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت زندهجان ولسوالۍ کې زلزلهځپلو ته ۴۰ نور جوړ شوي کورونه هم وسپارل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP