Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو چې پهکې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس وايي چې ا.ا په ټول هېواد کې د بیارغونې پروژو ته لومړیتوب ورکړی او د همدې موخې پر بنسټ د یادې ټولنې لپاره په لوګر کې د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوې نوې ودانۍ د جوړېدو کار پيل شو.
ځايي مسوولین وايي، په لوګر او نورستان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت محمداغې، برهکي برک، خوښۍ او څرخ ولسوالیو ته د ازبکستان وارداتي برېښنا غځول کیږي.
د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د ۶۳ میلیون افغانیو په لګښت ۱۷ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
لوګر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري «ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول» په نوم غونډه کې د دغه وزارت مرستیال وویل، ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کول یې لومړيتوب دی.
په لوګر ولایت کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو د احاطې دیوالونو او ځینو نورو مهمو برخو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د لوګر چارواکي وایي چې د کورنیو چارو وزارت د شاوخوا ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت څرخ ولسوالۍ ته د برېښنا مزو غځولو عملي چارې پیل شوې.
په لوګر او میدانوردګو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د لوګر د کرکټ امریت وايي چې په دغه ولایت کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د کرکټ انټرکلب سیالۍ پیل شوې چې ۴۰ ورځې به دوام وکړي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په ازره ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره د «کلتوري خوځښت» په نوم مشاعره جوړه شوه.
حکومتي مسوولین وايي چې بلخ او لوګر ولایتونو کې یې ۱۳۰ ټنه تاریختېر او بېکیفیته خوراکي توکي او درمل سوځولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP