د لوګر کرکټ لوبغالي شاوخوا دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې او نن د غبرګولي په ۲۶مه د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.
له هغه وروسته چې پژواک خبري اژانس د کابل- لوګر پر لویه لار پاکستان ته د ډبرو سکرو لېږدوونکو موټرو د ډېر وزن په اړه راپور خپور کړ، د ټولګټو چارو وزارت د دغو موټرو د وزن د کنټرول امر کړی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت د برهکي برک ولسوالۍ اړوند د زړې کلا لیسې ښوونکو او زدهکوونکو په خپل شخصي لګښت، ۵ درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وژنو، غلاوو، تښتونو، غصب، خپلمنځي شخړو، له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې او نورو جرمونو په تور ۱۲۰ کسان نیولي دي.
د لوګر اوسېدونکي وايي، که د کابل- لوګر پر لویه لار پاکستان ته د ډبرو سکرو لېږدوونکو درنو موټرو وزن کنټرول نه شي، نو دغه سړک به ویجاړ شي.
د لوګر په څرخ ولسوالي کې تېره شپه نامعلومو وسله والو یو کس په ډزو وژلی دی.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) د دغه ولایت د مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو له ۵۶ روغتیايي مرکزونو سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وکړه.
د لوګر په مرکز پل علم کې د دغه ولایت په ګډون د کابل، ننګرهار، لغمان، پروان او پنجشېر ولایتونو د بایسکل ځغلونې ټيمونو ترمنځ سيالي ترسره شوه چې د لوګر ټيم پکې اتلولي خپله کړه.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د لوګر د عامې روغتیا له ریاست سره د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیايي وسایلو او درملو مرسته وکړه.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې ۸۴۷ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل کېږي چې د ښوونکو د کمښت ستونزه به ورسره هواره شي.
د لوګر امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې ۱۰زره جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او دا لړۍ روانه ده.