د وروستيو سېلابونو له امله په میدان وردګو، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې یو کس مړ او ۱۵ نور نادرکه شوي دي.
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست ویلي چې د اسلامي نظام د ټینګښت په موخه به نور فرمانونه هم صادر کړي او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت له نړۍوالو سره د خپلواکۍ په رڼا کې د تعامل غوښتونکی دی.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت له مرکزه ازرې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک د «کار د غنمو په بدل کې» پروګرام له لارې ترمیمېږي.
په لوګر کې د يوې کورنۍ څلور غړي او په غزني کې دوه ځوانان د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
د لوګر په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې ۵۲۲ سیمهییز ټولګي جوړ شوي چې پکې ۱۸زره هلکانو او نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د لوګر په برهکي برک ولسوالۍ کې یوه اته کلنه نجلۍ د خپلې ورېندارې له خوا وژل شوې او په څرخ ولسوالۍ کې بیا د څا کیندلو پر مهال د اکسېجن کموالي له امله یو کس مړ شوی او درې نور بېهوښه شوي دي.
له تېرې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې چورلکې انځورونه او ويډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ګواکې یوه حکومتي مسوول خپله مېرمن په لوګر کې د خسر له کوره خوست ته په نظامي چورلکه کې بیولې خو حکومت یې ردوي.
د لوګر په محمد اغې او برهکي برک ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو په پایله کې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د لوګر د مرکز او ولسوالیو ګڼ شمېر کروندګر او بڼوال وايي، روانې وچکالۍ سخت ځپلي او نه شي کولای حکومت ته د خپلو کرنیزو حاصلاتو عُشر ورکړي.
لوګر کې په داسې حال کې د ځنګلونو پر وهلو بندیز ولګول شو چې په دې وروستیو کې دا چاره ډېره شوې وه او خلک یې اندېښمن کړي وو.
د لوګر د مرکز او ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د روانې وچکالۍ له امله د څښاک اوبو ګڼې څاهګانې وچې شوې او خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.
. . .