ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک وايي یوه چارواکي خپله مېرمن له لوګره خوست ته چورلکه کې بیولې خو حکومت یې ردوي

خلک وايي یوه چارواکي خپله مېرمن له لوګره خوست ته چورلکه کې بیولې خو حکومت یې ردوي

author avatar
3 Jul 2022 - 16:23
خلک وايي یوه چارواکي خپله مېرمن له لوګره خوست ته چورلکه کې بیولې خو حکومت یې ردوي
author avatar
3 Jul 2022 - 16:23

پل‌علم (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱): له تېرې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې چورلکې انځورونه او ويډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ګواکې یوه حکومتي مسوول خپله مېرمن په لوګر کې د خسر له کوره خوست ته په نظامي چورلکه کې بیولې خو حکومت یې ردوي.

په فېسبوک کې دې موضوع ته په منسوبې یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې یوه چورلکه چېرې پر کرنیزه ځمکه ناسته ده او د څو کسانو له ورختو وروسته الوتنه کوي.

داسې ښکاري چې یاده ویډيو د سیمې د یوه اوسېدونکي له خوا چې له نورو سره د چورلکې نندارې ته ولاړی دی، په موبایل اخیستل شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا کړې چې دا ویډیو د لوګر په بره‌کي برک ولسوالۍ کې د هغې صحنې ده چې د خوست ولایت یوه لوړرتبه نظامي مسوول د ملي دفاع وزارت په چورلکه کې د خپل خسر کور ته تللی او خپله مېرمن یې په چورلکه کې خوست ته بیولې ده.

په خپله د لوګر ځیني اوسېدونکي هم همدا خبره کوي او وايي، د ملي دفاع وزارت له یوې چورلکې شخصي ګټه اخیستل شوې ده.

د بره‌کي برک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالواحد پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون (د شنبې ورځ) د ماسپښين دوه بجې د ملي دفاع وزارت یوه چورلکه د دې ولسوالۍ شاه مزار سیمې ته راغله او له ۲۰ دقیقې ناستې وروسته بېرته پورته شوه.

دی وايي، وروسته معلومه شوه چې د خوست یوه لوړپوړي نظامي چارواکی د خپل خسر کور ته راغلی و او له چای څښلو وروسته یې خپله مېرمن په چورلکه کې خوست ولایت ته بوتله.

د هغه په خبره چي دغه چارواکي دوه میاشتې مخکې د لوګر د بره‌کي برک په شامزار سیمه کې واده وکړ او اوس یي مېرمن د یوې اوونۍ لپاره د پلار کور ته په سرواره ورغلې وه.

هغه زیاته کړه: «تېره ورځ ماسپيښن شاوخوا دوه بجې د بره‌کي برک ولسوالۍ په شامزار سیمه کې یوې چورلکۍ ناسته وکړه، خلک هم حیران شول چې څه خبره ده، خو تر نیم ساعت ناستې وروسته په ډاګه شوه چې دا د اسلامي امارت کوم مخکښ غړی دی چې د بره‌کي برک ولسوالۍ د شامزار سیمې له اوسېدونکو سره رشته لري، راغلی و چې خپله مېرمن په چورلکه کې بوځي.»

دی وايي، دې پېښې خلک خپه کړي چې ولې یو حکومتي مسوول له بیت المال څخه شخصي ګټه اخلي، حکومت باید د پېښې پلټنه وکړي او دغه کس ته سزا ورکړي.

د بره‌کي برک ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي احمد زبیر هم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه حکومتي مسوول چې په خوست کې دنده لري، د دې ولسوالۍ شاه مزار سیمې ته د دفاع وزارت په چورلکه کې ورغلی و او خپله مېرمن یې په کې بوتله.

هغه زیاتوي، هیڅوک حق نه لري چې بیت‌المال د خپل شخصي کار او ګټې لپاره وکاروي؛ هر څوک چې دا کار کوي باید په ټينګه یې مخنیوی وشي او مجازات شي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولایتي چارواکو نظر هم واخلو خو له پرله پسې هڅو سره سره څوک خبرو ته حاضر نه شول.

خو یوې باوري دولتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته تایید کړه چې د دفاع وزارت له یوې چورلکې شخصي ګټه اخیستل شوې خو دا چې چا دا کار کړی په اړه یې ډېر جزئیات ور نه کړل.

سرچینې وویل: «کوم کس چې په خوست ولایت کې نظامي دنده لري، په اشتباه یې دا کار کړی او له یوه هلیکوپټر څخه یې شخصي ګټه اخیستې ده؛ مشران په موضوع خبر شوي، ژر به ونیول شي او قانون ته به وسپارل شي.»

خو د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزاء مرستیال ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې له لوګر ولایت څخه خوست ته په چورلکه کې د کوم حکومتي مسوول له خوا د خپلې مېرمنې بیول حقیقت نه لري.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «په ټولنيزو رسنيو کې داسې خبرونه خپاره شوي چې کوم حکومتي مسوول له لوګر ولايت څخه خپله مېرمن خوست ته په څرخي الوتکه کې بیولې ده؛ موږ معلومات وکړل، هلته داسې کومه پېښه نه ده شوې، دا تش د دښمن پوچ تبلیغات او پروپاګند دي، موږ یې په کلکه ردوو.»

Visits: 986

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.