د لوګر امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان په ډزو وژل شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ځېنو ولسوالیو کې له ۲۷۵ ښوونځیو څخه سل یې ودانۍ نه لري چې له امله یې زدهکوونکي په کرايي کورونو او خېمو کې پر لیک لوست بوخت دي.
د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وایي، افغان بېسیم او روشن شبکو په لومړي ځل د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې مخابراتي او انټرنېټي خدمات پيل کړل.
د لوګر اوسېدونکي او مالداران وايي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ لسګونه غواګانې مړې کړې دي او د لا خپرېدو په حال کې ده.
د خوړو نړۍوال سازمان/WFP د لوګر په ازره ولسوالۍ کې له ۸۰۰ بېوزلو کورنیو سره د ۶،۸ میلیون افغانیو نغدي مرسته وکړه.
د لوګر چارواکي وايي، انسان تښتوونکو تېره ورځ د دغه ولایت له خروار ولسوالۍ څخه دوه ماشومان تښتولي وو چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې په مرکز پل علم کې وژغورل شول.
د لوګر د ملي، فرهنګي او علمي شخصیتونو په یاد د کرکټ شل اووریزې سیالۍ په مرکز پل علم کې پيل شوې چې د دغه ولایت ۴ لوبډلې په کې برخه لري.
د لوګر په مرکز پلعلم کې د سپورټ امریت له لوري د شپږو ولایتونو (کابل، لوګر، پکتیا، کاپيسا او کونړ) د ۱۲۰ لوبغاړو ترمنځ یوه ورځنۍ ازادې سپورټي سیالۍ وشوې چې لوګر لومړی، کابل دویم او پکتیا درېیم مقامونه خپل کړل.
د لوګر امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالۍ کې د هاوان یوې سرګلولې چاودنې دوه ماشومان ټپيان کړي دي.
د لوګر په مرکز پل علم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړۍوال سازمان/ UNHCR له خوا د یوه سړک او یوه استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم، خروار، ازرې او برهکي برک ولسوالیو کې ۳۵۰۰ کسان د بیارغونې په څلورو پروژو کې د غنمو په بدل کې په کار ګومارل شوي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وايي، تېره شپه یې په مرکز پلعلم کې یو کس له ۱۰ کیلوګرامه هیروینو سره یو ځای نیولی دی.