ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر په خروار ولسوالي کې په لومړي ځل مخابراتي او انټرنېټي خدمات پیل شول

د لوګر په خروار ولسوالي کې په لومړي ځل مخابراتي او انټرنېټي خدمات پیل شول

author avatar
7 Aug 2022 - 17:05
د لوګر په خروار ولسوالي کې په لومړي ځل مخابراتي او انټرنېټي خدمات پیل شول
author avatar
7 Aug 2022 - 17:05

پل علم (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۱): د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وایي، افغان بېسیم او روشن شبکو په لومړي ځل د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې مخابراتي او انټرنېټي خدمات پيل کړل.

د یادې ادارې رییس مطیع‌الله عابد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولسوالي تر اوسه له هر راز مخابراتي خدماتو بې برخې وه چې اوسېدونکي یې له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

هغه زیاته کړه: «د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د افغان بېسیم او روشن شبکو له لوري مخابراتي او انټرنېټي خدمات پيل شول؛ پخوا د دې ولسوالۍ خلک له پراخو ستونزو سره مخ وو؛ ځکه اړ وو چې له ۵ تر ۱۰ کیلومتره پلی مزل وکړي او له خپلو دوستانو سره اړیکې ټینګې کړي.»

دی وايي، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خدمات ښه شوي او هڅه روانه ده چې ټولې لرې ولسوالۍ تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستل شي.

د خروار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي بسم‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړی ځل دی چې په دې ولسوالۍ کې افغان بېسیم او روشن شبکې خپل خدمات پيلوي.

هغه زیاته کړه: «مخکې د دې ولسوالۍ خلک د مخابراتي خدماتو د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ وو خو اوس به په اسانۍ له خپلو دوستانو سره اړیکې ټینګوي.»

د خروار بل اوسېدونکي کریم‌الله بهیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې مخکې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د ټیليفوني اړیکو لپاره مرکز پل‌علم ته تلل او له هغه ځایه یې په کور دننه او بهر دوستانو سره اړیکه نیوه.

دی وایي، د مخابراتي او انټرنيټي خدماتو پيل د خلکو لپاره ښه زيری دی خو دولت ته په کار ده چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د ژوند نور بنسټیز خدمات هم وړاندې کړي.

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اوس مهال د دغه ولایت ۷۰ سلنه اوسېدونکي له مخابراتي او انټرنيټي خدماتو برخه‌من دي او هڅه روانه ده چې پاتې خلکو ته هم دا اسانتیا ورسېږي.

Visits: 342

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.