د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د لوګر په مرکز پلعلم کې د ۱۸ کلبونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې چې ۲۷ لوبډلې په کې لوبېږي.
د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ سېلابځپلې کورنۍ وایي، د خیریه بنسټونو او موسسو له لوري شوې مرستې په شفاف ډول نه وېشل کېږي او په کمپونو کې مېشتې سېلابځپلې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.
پلعلم (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): په لوګر کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وایي، کورونه یې په بشپړ ډول له
په لوګر کې تېره شپه یو ځل بیا سېلابونه راغلي چې د مالي زیانونو ترڅنګ یې ځاني زیانونه اړولي او ۸ کسان یې ټپيان کړي دي.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي، د تېرې ورځې له سخت اورښت وروسته د دغه ولایت په مرکز پلعلم، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي چې درانه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.
د لوګر د برېښنا ریاست وايي، په تېر یوه کال کې یې ۸۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د وړم کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ په واغجان تنګي سیمه کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی.
د لوګر چارواکي وايي، په مرکز پل علم، څرخ، برهکي برک او محمداغې ولسوالیو کې له سختو اورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي چې ۱۵ کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
د لوګر امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام/WFP د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې له ۱۳۰۰ بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.
د لوګر امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان په ډزو وژل شوي دي.