ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه او ۳۰ ټپیان شوي

لوګر کې د سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه او ۳۰ ټپیان شوي

author avatar
21 Aug 2022 - 14:19
لوګر کې د سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه او ۳۰ ټپیان شوي
author avatar
21 Aug 2022 - 14:19

پل علم (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): د لوګر سیمه‌ییز مسوولین وایي، د تېرې ورځې له سخت اورښت وروسته د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي چې درانه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

د لوګر د والي ویاند عمر منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، سېلابونو تر ټولو ډېر زیان په خوښۍ ولسوالي کې اړولی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان مړه، ۳۰ ټپیان او څلور نور نادرکه شوي دي.

هغه زیاته کړه، سېلابونو په یادې ولسوالۍ کې شاوخوا ۳زره کورونه نړولي او ۲زره څاروي یې هم مړه کړي دي.

دی وايي، د ولایتي ادارې په هلوځلو تېره شپه سلګونه کورنۍ د سېلاب له سیمو څخه خوندي سیمو ته لېږدول شوې دي او په پام کې ده چې د سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ د خوښۍ ولسوالۍ مقام ته څېرمه په یوه کمپ کې ځای پر ځای شي.

نوموړي وویل: «د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ورستیو سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه شوي، ۳۰ ټپیان شوي، ۴ نور نادرکه شوي، دغه راز ۳زره کورونه نړېدلي او ۲زره څاروي هم مړه شوي دي، سیمې ته اولیه مرستې رسېدلي دي، په پام کې ده چې د سېلابونو له امله زیانمنې کورنۍ په یوه کمپ کې ځای پر ځای شي.»

بلخوا د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت مرستیال مولوي شرف‌الدین مسلم په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي چې د تېرې ورځې له اورښت وروسته په لوګر، میدان وردګ، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونو  کې سېلابونه راوتلي خو د سر زیان په پرتله یې مالي زیانونه زیات دي.

ښاغلي مسلم زیاته کړه، د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ سلګونه کورنۍ یې تېره شپه د سېلاب له خطره ژغورلې دي او په پام کې ده چې په یوه کمپ کې ځای پر ځای شي.

دی زیاتوي: «لوګر ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو خوښۍ ولسوالۍ سخته ځپلې او سلګونه کورنۍ یې خپلو مېنو پرېښودو ته اړې کړې دي، موږ تېره شپه او نن ورځ سلګونه کورنۍ وژغورلې او په یوه کمپ کې به ځای پر ځای شي، سېلاب‌ځپلو ته مو د سرپناه او خوراکي توکو زمینه هم برابره کړې ده.»

هغه همدارنګه یادونه وکړه چې په لغمان ولایت کې د سېلابونو له امله ۱۵ کسان او په میدان وردګو کې ۲ کسان ټپیان شوي دي.

همدارنګه د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ یوه قومي مشر شاه‌الرحمن صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې  ورځې د سېلابونو له امله د دغې ولسوالۍ د «ابتک» سیمه سخته زیانمنه شوې ده.

دغه قومي مشر وایي، د سېلابونو له امله ۱۲ کسان وژل شوي او ۶  نور نادرکه دي.

نوموړی زیاتوي: «سېلابونو زموږ ټوله «دره» په بشپړه توګه تخریب کړې ده، یو شمېر ښځې، ماشومان او نارینه اوبو وړي دي، سلګونه کورونه نړېدلي دي، حکومت او موسسات باید سېلاب‌ځپلې کورنۍ وژغوري او بېړنۍ مرستې ور ورسوي.»

د مرکز پل‌علم د حصارک کلي یوه اوسېدونکي صدیق‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ورستیو سېلابونو له امله په دغه کلي کې سلګونه کورونه تخریب شوي او ګڼو کورنیو د سېلابونو له ویرې خپلې سیمې پرې ایښې او نورو سیمو ته کډه شوې دي.

د محمد‌اغې ولسوالۍ د دهنو سیمې یوه اوسېدونکي سردارمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په «دادو» سیمه کې سېلابونو له امله د دوو مېرمنو جسدونه هم موندل شوي او لسګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ده.

نوموړی وایي، د لوګر په سیند کې ساعت په ساعت اوبه زیاتېږي او سلګونه کورنۍ د سېلاب له خطر سره مخامخ دي او دولت ته پکار ده چې دغه کورنۍ د سیند له غاړو خوندي سیمو ته ولېږدوي.

هغه وایي: « د دوه مېرمنو جسدونه په دادو سیمه کې وموندل شول، محمد اغې ولسوالۍ کې سېلابونو سخت زیانونه اړولي دي، کورونه، سړکونه او کرنیزې ځمکې یې تخریب کړي دي او ساعت په ساعت د لوګر ولایت په سیند کې اوبه زیاتېږي او خلک له خطر سره مخامخ دي.»

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم سېلابونو د لوګر په مرکز پل علم، محمد اغې، بره‌کي برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې ۱۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې وه او شاوخوا ۶۰زره جریبه کرنیزه ځمکه یې تخریب کړې وه.

Views: 233

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.