منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې سېلاب‌ځپلي بېړنۍ مرستې غواړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۷ کتنې · تازه شوی

پل‌علم (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): په لوګر کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وایي، کورونه یې په بشپړ ډول له منځه تللي او اوس خوراکي توکو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري.

د دغه ولایت د خوښۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي لطف‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، سېلابونو په دې ولسوالي کې درې زره کورونه نړولي خو ولایتي ادارې او مرستندویه موسسو یوازې ۲ سوه کورنیو ته سرپناه برابره کړې ده.

نوموړی وایي، اوس هم په خوښۍ ولسوالۍ کې لسګونه کورنۍ سرپناه نه لري او لسګونه نورې په دولتي ښوونځيو، کلینیکونو او د خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي.

دی زیاتوي: «د سېلابونو له امله زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې دي، ولې ولایتي ادارې یوازې دوه سوه کورنیو ته د سرپناه ځای برابر کړی، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، د لوګر ولایتي اداره او خیریه موسسات باید د خوښۍ ولسوالۍ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د خوښۍ ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي جمشېداحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د لوګر ولایتي ادارې او خیریه موسسو له یو شمېر سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړې خو بسنه نه کوي؛ دولت او مرستندویه ادارو ته په کار ده چې سېلاب‎ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

هغه زیاته کړه، د دې ولسوالۍ اوسېدونکو له رواني پلوه هم زیان لیدلی او بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

نوموړی وايي: «د خوښۍ ولسوالۍ له سېلاب‎ځپلو سره د پام وړ مرسته نه ده شوې، یوازې له څو کورنیو سره د خېمو او وچې ډوډۍ مرسته شوې ده، موږ سخت زیان لیدلی، ډېر ماشومان، مېرمنې او د لوړ عمر کسان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي.»

بلخوا د لوګر د والي ویاند عمر منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، په خوښۍ ولسوالۍ کې له سلګونه سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د سرپناه او خوراکي توکو مرسته شوې ده.

هغه زیاته کړه، د حکومت مشرتابه د لوګر والي ته لارښوونه کړې چې ولایتي اداره او خیریه موسسات دې په بشپړ توان هڅه وکړي څو د خوښۍ ولسوالۍ له سېلاب‎‏ځپلو کورنیو سره د سرپناه، خوراکي توکو او روغتیایي اسانتیاوو ترڅنګ د سېلاب د راتلونکي خطر د مخنیوی برخه کې بېړنۍ مرستې وکړي.

په لوګر کې د یکشنبې په شپه له سخت اورښت وروسته په مرکز پل‎علم، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي وو چې له امله یې ۲۰ کسان مړه، ۴۰ ټپيان او ۴ نور نادرکه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې