د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبتاً سختې واورې او باران اورېدو اټکل کړی دی.
نړۍوال بانک اعلان کړی چې د دغه بانک د نوې تصویب شوې کړنلارې له مخې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بېرته پيلوي.
نړۍوال بانک اعلان کړی چې له افغانستان سره ۳۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وایي، په افغانستان کې علماوو ته د حق ویلو تر ټولو ښه زمینه برابره ده، په داسې حال کې چې په ډېرو هېوادونو کې علماوو ته د حق ویلو اجازه نه ورکول کېږي.
د فوټبال فدارسیون له لوري په کابل کې «د رسنیو جام» په نوم د فوټسال سیالۍ د المپیک کمېټې د نشراتو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، مولوي اسدالله بلال کریمي د چین له خوا د رسمي سفیر په توګه ومنل شو او خپل باورلیک یې د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ته وړاندې کړ.
کابل او ننګرهار کې سلګونو کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ لاريونونه وکړل او پر غزه يې د اسرائیلو بریدونه وغندل.
د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې د دغه ښار پرمختیا ادارې له خوا د یو شمېر افغانانو کورونه نړول شوي دي.
د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په ترڅ کې نن د نیوزیلینډ او بنګلهدېش کرکټ لوبډلې لوبه کوي.
د افغانستان سترې محکمې د لوی اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو د نږدې ۲۲۰۰ بندیانو د خلاصون خبر ورکړی دی.
د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیواېفپي) ویلي، د روان کال په اپرېل میاشت کې یې څه باندې ۳۰ زره ټنه خوراکي توکي افغانستان ته وارد کړي دي.
د ملګرو ملتونو د مرستيال ځانګړي استازی د دې ترڅنګ چې وايي، افغانستان د ناورين یوه نوي پړاو ته ننوځي، پر نجونو او ښځو د لګول شوو بنديزونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کړې ده.