کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان سترې محکمې د لوی اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو د نږدې ۲۲۰۰ بندیانو د خلاصون خبر ورکړی دی.
په هغې خبرپاڼه کې چې د سترې محکمې فېسبوکپاڼه کې خپره شوې راغلي، دوه زره او ۱۷۸ بندیان د بښلو مستحق وو چې د لوی اختر په مناسبت او د اسلامي امارت د مشر مولوي هبتالله اخندزاده د فرمان پر اساس او سترې محکمې د رییس په حکم د هېواد له زندانونو ازاد شول.
سرچینه لیکي چې د دغه فرمان له مخې، د ۴۸۹ بندیانو د بند موده کې هم کموالی راغلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP