د افغانستان د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه وایي چې د هرات، کندهار او هلمند ولایتونو پر مرکزونو د وسله والو طالبانو بریدونه یې لسګونو وسله والو ته د مرګ ژوبلې پر ور اړولو پر شا تمبولي دي.
اروپایي اتحادیې، د ناټو سازمان، د ملګرو ملتونو سرمنشي او یو شمېر هېوادونو د طالبانو له خوا په هرات ولایت کې د یوناما پر دفتر برید غندلی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له ملګرو ملتونو غوښتي چې د روانو جګړو له امله بېځایه شوو هېوادوالو ته اړینې بشري مرستې ورسوي.
ولسمشر اشرف غني د ملي بیرغ ورځې نمانځلو پر مهال وویل چې د افغانستان د بربادۍ طرحو ته چې پردي او شبکې یې غواړي هېواد د جګړې په ډګر بدل کړي، نه تسلمېږي.
کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۰) : لویه څارنوالي وایي چې د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست
کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۰): لویه څارنوالي وایي چې درې کسان یې د ولسمشرۍ د لومړي معاونیت د احکامو د تزویر په تور نیولي دي.
د ناټو عمومي سرمنشي جینز سټولټنبرګ له ولسمشر غني سره په ټیلېفوني خبرو کې له افغانستانه د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایی چې په افغانستان کې دې د پاکستان منفی لاسوهنې بند کړل شي.
افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د طالبانو له خوا د ترسره شوو بشري ضد جنایتونو سرغړونو څېړنه وکړي.
د متحده ایالاتونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان (سنتکام) وایي چې د افغانستان له دفاعي، امنیتي او هوایي ځواک سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې دولتي ځواکونو د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ بېرته نیولې ده.
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې ۴۶ افغان سرتېرو په کونړ ولایت کې خپلې پوستې پرېیښي او په چترال کې یې پناه اخیستې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP