ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د هرات، کندهار او لښکرګاه ښارونو کې د طالبانو بریدونه پر شا وتمبول شول

حکومت: د هرات، کندهار او لښکرګاه ښارونو کې د طالبانو بریدونه پر شا وتمبول شول

author avatar
31 Jul 2021 - 14:58
حکومت: د هرات، کندهار او لښکرګاه ښارونو کې د طالبانو بریدونه پر شا وتمبول شول
author avatar
31 Jul 2021 - 14:58

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۰): د افغانستان د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه وایي چې د هرات، کندهار او هلمند ولایتونو پر مرکزونو د وسله والو طالبانو بریدونه یې لسګونو وسله والو ته د مرګ ژوبلې پر ور اړولو پر شا تمبولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي چې وسله وال طالبان د ولایتونو په مرکزونو کې د خلکو په کورونو  کې پټ شوي او له یادو ځایونو پر دولتي ځواکونو بریدونه کوي.

هغه زیاته کړه چې دوی پرون د کندهار ښار د مرکز اړوندو سیمو کې له خلکو سپر جوړ کړی و او بیا یې ډزې کولې.

د ستانکزي په وینا، دولتي ځواکونه په کندهار ښار کې فعال حضور لري او د طالبانو د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز وویل چې طالبانو په لښکرګاه کې تېره شپه بریدونه وکړل، خو د افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو پر هغوی سخت ګوزارونه وکړل او درنه مرګ ژوبله یې ور واړوله.

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو د لښکرګاه ښار په بېلابېلو سیمو کې امنیتي کمربندونه جوړ کړي دي.

ستانکزي د هرات په اړه وویل چې وسله والو طالبانو پرون ورځ او تېره شپه هلته له درنې مرګ ژوبلې سره پر شا شوي دي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو پرون یواځې په هرات کې دومره ژوبله لیدلې چې په یوه ورځ یې په ټول هېواد کې نه ده لیدلې.

بلخوا د هرات ولایت مقام له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر هرات ښار د وسله والو طالبانو د برید پلان یې ناکام کړی دی.

د ملي دفاع وزارت دغه ویلي چې دفاعي، امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل چې په پایله کې ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي.

یاده ولسوالۍ د ترهګرو له شتونه پاکه شوه او افغان ځواکونو په ولکه کې ده.

بلخوا د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت مرکز اړوند پر طالبانو ګډ چاڼیزو عملیات ترسره کړل.

سرچینې زیاته کړې چې د دغو عملیاتو په پایله کې طالبانو د یو مخکښ قوماندان «ضیاءالحق» په ګډون ۳۴ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو بیا په دې عملیاتو کې دولتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده. دوی ویلي چې په هرات کې د قول اردو د لوا قوماندان یې وژلی او د انجیل ولسوالۍ امنیه قوماندان یې ټپي کړی دی.

Views: 166

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.