د کورنیو چارو وزارت وایي چې له کابل، ننګرهار او پنجشېر پرته په ۳۱ ولایتونو کې د شپې له خوا پر ګرځېدو بندیز ولګېد.
ولسمشر د شپږ نیمو بجو په غونډه کې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه، وویل، دغې ناستې کابل ته یو روایت جوړ کړی چې باید تقویه شي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د پاکستان له پخواني لومړي وزیر نوازشریف سره په لندن کې لیدلي دي.
ولسمشر غني وایي چې نور له کومانډو څخه ناسمې استفادې ته قطعا اجازه نه ورکول کېږي، هغوی خپل غوره والی د هېواد په دفاع کې ثابت کړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په رسمي سفرانګلستان ته لاړ.
استرالیا وایي، له یوې میاشتې لږ موده کیږي چې له افغانستان څخه یې سرتېري ایستلي خو اوس په پام کې لري چې بېرته دغه هېواد ته خپل سرتېري ولېږي.
د افغانستان د ملي هوایي چلند اداره وایي چې له فرانسې د رادار سیستم د وسایلو لومړۍ جوپه کابل ته را ورسېده.
د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې د یوې چاودنې له امله یو کس وژل شوی او ۹ نور ټپيان شوي او د کابل ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې چاودنه شوې خو تلفات نه لري.
د امریکا متحده ایالتونو، اوزبکستان، افغانستان او پاکستان د څلور اړخیز ډیپلوماتیک چوکاټ پر جوړولو هوکړه وکړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وایي چې پاکستان ته د افغان سیاسیونو سفر تر نامعلومې مودې پورې ځنډیدلی دی.
ولسمشر اشرف غني د نړیوال بانک مرستیال په اقتصادي او امنيتي سکتورونو کې د لا زيات شفافيت په اړه خبرې وکړې.
د بریتانیا دفاع وزیر وایي، د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل دې پورې تړلي دي چې دوی تر کومه بریده سولې ته ژمن پاتې کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP