کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۰): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د پاکستان له پخواني لومړي وزیر نوازشریف سره په لندن کې لیدلي دي.
د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري او په لندن کې د افغانستان سفیر زلمی رسول هم شتون درلود، د پاکستان له پخواني لومړي وزیر نوازشریف سره پر دوهاړخیزو د علاقې وړ مواردو بحث وشو.
سرچینې زیاته کړې، دواړو لورو پر دې نظر توافق څرګند کړ چې د متقابل درناوي په سیاست او یو د بل په چارو کې د لاس نه وهلو په وسیله د دواړو ملتونو ګټې خوندي کېدای شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې ټینګار وشو چې د ولسواکۍ پیاوړتیا دغه هېوادونه ثبات او بسیاینې ته رسولای او د سیمهییز اتصال او سوداګرۍ سیمه ګرځولای شي.
ډاکتر محب په پاکستان کې د ډیموکراتیکو مبارزو د ملاتړ څرګندونه وکړه او د پاکستان دغه پخواني لومړي وزیر وویل چې پیاوړی او باثبات افغانستان د پاکستان او سیمې لپاره په ګټه دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP