ولسمشر اشرف غني د نړیوال بانک مرستیال په اقتصادي او امنيتي سکتورونو کې د لا زيات شفافيت په اړه خبرې وکړې.
د بریتانیا دفاع وزیر وایي، د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل دې پورې تړلي دي چې دوی تر کومه بریده سولې ته ژمن پاتې کېږي.
د بښنې نړیوال سازمان (امنيسټي انټرنېشنل) په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د تسلیم شوو افغان کومانډویانو وژل جنګي جنایت بللی دی.
پولیس وایي چې د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوې ماین چاودنې له امله ۴ کسان وژل شوي او ۱۱نور ټپیان دي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې محمد طاهر زهیر د بامیان او ستر جنرال مراد علي مراد د دایکنډي د واليانو په توګه ټاکل شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ولایت ته د سفر پر مهال نن له غرمې مخکې په ارشده امنیتي غونډه کې د بلخ اوڅېرمه ولایتونو د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د کابل پولیس وايي چې د دغه ولایت په بګرامۍ ولسوالۍ اړوند سیمه کې ناپېژاندو وسله والو درې امنیتي منسوبین وژلي دي.
د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د وروستیو امنیتي حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو ویلي یې دي چې امریکایي قوماندانان افغان ځواکونو ته د سلا مشورو ورکول جاري ساتي.
د برېښنا شرکت ریاست وایي چي د وارداتي برېښنا یوه پایه د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه کې د چاودنې له امله تخریب شوې خو د برېښنا جریان نه دی پرې شوی.
د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې د اداري فساد د جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ د پنځو څارنوالانو دندې د وظیفوي جرم په ارتکاب ځڼدول شوې دي.
د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه وایي چې تېره شپه په کابل ښار کې د هوايي مدافعې نوی نصب شوی سيستم فعال شو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د هېواد ۸۵ سلنه خاوره یې په لاس کې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP