ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنیو چارو وزارت: که ۸۵ سلنه خاوره طالبانو سره وي، نو مشران یې ولې بهر کې اوسېږي

د کورنیو چارو وزارت: که ۸۵ سلنه خاوره طالبانو سره وي، نو مشران یې ولې بهر کې اوسېږي

author avatar
10 Jul 2021 - 12:17
د کورنیو چارو وزارت: که ۸۵ سلنه خاوره طالبانو سره وي، نو مشران یې ولې بهر کې اوسېږي
author avatar
10 Jul 2021 - 12:17

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د هېواد ۸۵ سلنه خاوره یې په لاس کې ده.

د طلبانو د څلور کسیز پلاوي مشر مولوي شهاب الدین دلاور چې روسیې ته په سفر تللی و، پرون یې په مسکو کې یوې خبري غونډه کې ادعا کړه چې اوس د افغانستان ۸۵ سلنه خاوره د دوی په لاس کې ده.

هغه زیاته کړې چې تر ۲۰۰ ډېرې ولسوالۍ یې نیولې، خو نه غواړي چې پر لویو ښارونو او ولایتونو بریدونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې د بادغیس، غزني، کندهار او بدخشان ولایتونو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د طالبانو دا ادعا ردوي، خو وایي چې که دا خبره یوه سلنه هم رښتیا وي، نو بیا ولې د طالبانو مشران او کورنۍ یې په نورو هېوادونو کې اوسېږي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو مرګ ژوبله ورځ تر بلې زیاتېږي او هغوی خپل مړي هره ورځ د پاکستان په پنجاب او نورو سیمو کې په ډله ییزه ډول خښوي.

د افغانستان حکومت تل وايي چې پاکستان طالبان ساتي، پالي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره استوي او دغه راز د پاکستان په روغتونونو کې د طالب ټپیانو درملنه کېږي، پاکستان هلته د طالبانو کورونه، د مړو خښول او د ټپیانو درملنه مني، خو د روزنې خبره یې ردوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین طالبانو ته په خطاب کې ویلي: «د سولې فرصت له لاسه مه ورکوئ او نوکري بس کړئ.»

Visits: 168

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.