د لوګر ولايت يو پخوانى ولسوال د کابل ښار په اتمه ناحيه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د کابل ښار په پرونۍ چاودنه کې درې ښځينه مامورينې او يوه ماشومه وژل شوې دي.
د کابل ښار يوويشتمې حوزې اړوند سيمه کې د دوو ډلو ترمنځ نښته کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ملي امنیت ځواکونو د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د داعش هغه مهم غړى نيولى چې د ننګرهار ولايت پر زندان د بريد پر مهال تښتېدلى و.
کورنیو چارو وزارت په هېواد کې د وسایطو ګرځېدو برخه کې د جدي څار خبر ورکوي او وايي، کله چې بې اسناده موټر وپېژندل شي، سمدستي درول کېږي.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي او درې يې له امله مړه شوي دي.
په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې ډاکټره فاطمه عزيز د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوې ده.
ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په داسې حال کې د طالبانو له خوا د المار ولسوالۍ د سقوط خبر ردوي چې د دغه ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، یاده ولسوالۍ طالبانو نیولې او ۳۰ امنیتي منسوبین نادرکه دي.
باوري سرچينې وايي چې په بحرين کې د افغانستان، پاکستان او برېتانيا ترمنځ پر افغان سولې امنيتي ناسته شوې ده.
په کابل کې د ایران سفارت وايي چې په کابل ښار کې د دوی قونسلګرۍ څانګې یو کارکوونکی د وسله والو غلو په برید کې ټپي شوی، پولیسو یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن وایي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ایستلو یا پاتې کېدو په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د افغانستان د پاسپورټ مرکزي ادارې اعلان کړی چې د کاغذي پېژندپاڼو له مخې د پاسپورټ د وېش او صادرېدو لړۍ بنده شوې ده.