منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل ښار پرونۍ چاودنه کې درې مامورينې او يوه ماشومه وژل شوې دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۱ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د کابل ښار په پرونۍ چاودنه کې درې ښځينه مامورينې او يوه ماشومه وژل شوې دي.

د چسپکي ماين دا چاودنه پرون له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې د کابل ښار دويمې امنيتي حوزې اړوند د دهن باغ په سيمه کې پر يوه کاسټر موټر وشوه.

د کابل پوليسو وياند فردوس فرامرز پرون پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ١٥ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

خو نن ځينو سرچينو ويلي چې په دې چاودنه کې د اطلاعاتو او کلتور، پوهنې او مخابرات وزارتونو درې ښځينه مامورينې وژل شوې دي.

د يوې وژل شوې ښځې کورنۍ غړې په فېسبوک کې ليکلي چې خور يې حامله وه او د زېږون یې کمې ورځې پاتې وې.

بلخوا په ځينو رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د يوې وړې ماشومې عکس هم خپور شوى چې په پرونۍ چاودنه کې وژل شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند محمد صابر مومند هم په فېسبوک کې ليکلي چې په پرونۍ چاودنه کې يې يوه ښځينه کارکوونکې وژل شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه