د کورنيو چارو وزارت وايي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مالي او اداري عمومي رييس په ګډون لس کارکوونکي د فساد او اختلاس په تور نيول شوي دي.
د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ قوماندان د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د امريکا ولسمشر جو بايډن وايي چې حکومت يې په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو لپاره له روان ډیپلوماتيک بهيره په کلکه ملاتړ کوي.
د مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود وايي چې په کابل کې يو پياوړى حکومت د افغانستان د سولې لپاره اړين دی.
د ناټو سرمنشي وايي چې ټولو متحدينو د افغانستان د راتلونکي په اړه سلا مشورې کړې دي، ناټو او امريکا به يې په اړه په ګډه پرېکړه کوي.
د امریکا دفاع وزارت وايي، طالبانو د دې لپاره چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، ځان د افغانستان دولت له مرکچي پلاوي سره په خبرو بوخت کړی او په دې خبرو کې د خپل نفوذ ډېرولو لپاره یې تاوترخوالي ته مخه کړې ده.
د ملي دفاع وزارت وايي چې کومانډو ځواکونو په کندوز ولايت کې د وسله والو طالبانو له یوه زندانه ٢٣ بندي امنیتي سرتېري او يو ملکي وګړى ازاد کړي دي.
په هندوستان کې يوه کانال ته د مسافرو بس موټر د لوېدو له امله ٤٢ کسان مړه شوي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ناټو سازمان د سرمنشي جينز سټولټنبرګ وروستيو څرګندونو هرکلى کړى دى.
د کابل پولیس وایي چې د کابل بګرامۍ ولسوالۍ مربوطاتو کې د ناپېژاندو وسله والو برید کې دوه امنیتي منسوبین وژل شوي دي.
د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح د امريکا خلکو ته د ملا برادر د ليک په ځواب کې ويلي چې طالبانو په سياسي توګه ماتې خوړلې ده.
د احصايې او معلوماتي ټکنالوجۍ ملي اداره وايي چې له راتلونکې اوونۍ وروسته په قلم ډکې شوې فورمې نه منل کېږي، متقاضايان دې د برېښنايي تذکرو اخیستو لپاره فورمې په انلاین بڼه ډکې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP