Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان د ناټو سرمنشي وروستيو څرګندونو هرکلى کړی

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٩): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ناټو سازمان د سرمنشي جينز سټولټنبرګ وروستيو څرګندونو هرکلى کړى دى.

نوموړي دوه ورځې مخکې د دغه سازمان د دفاع وزيرانو له غونډې مخکې په يوه خبري کنفرانس کې  له افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ ويلي وو چې دوى به له مناسب وخت مخکې له افغانستانه ونه وځي.

د ناټو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه نن پيلېږي چې اټکل کېږي، سبا په دويمه ورځ به د افغانستان په اړه هم په کې مهمه پرېکړه وشي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د ناټو سرمنشي د وروستيو څرګندونو هرکلى کوي.

د سرچينې په وينا، دوى د ناټو د سرمنشي  هغه څرګندونې چې له طالبانو يې غوښتي، تاوتريخوالی کم او له نړيوالو ترهګرو اړيکې پرې کړي او د دوحې تړون پر ژمنو عمل وکړي، درناوى کوي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د افغان دولت د سولې په تړاو خپلې ټولې ژمنې علي کړي، د طالبانو زرګونه بنديان يې خوشي کړل، خو طالبانو خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې طالبانو د تړون خلاف تاوتريخوالى زيات کړی او له نړيوالو ترهګرو سره يې هم اړيکې نه دي پرې کړې.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د دې لپاره چې د سولې پروسه په ښه توګه پر مخ ولاړه شي، بايد ټولې خواوې خپلې ژمنې عملي کړي.

د سرچينې په وينا، د ناټو له خوا د افغانستان په اړه د (مشروطو پرېکړو) خبره ځکه ډېره ممه ده چې له دې سره د سولې پروسه په ښه توګه پرمخ تللى شي او په افغانستان کې د تېرو ٢٠ کلونو لاسته راوړنې خوندي پاتې کېږي.

بلخوا په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټېفانو پونټيکورو د بهرنيو چارو له وزير حنيف اتمر سره ليدلي او د ناټو د دفاع وزيرانو پر کنفرانس او سولې پروسې يې ورسره خبرې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.