Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بغلان د کار او ټولنیزو چارو رياست وايي، د هغو معلول ماشومانو د رسمي پالنې لړۍ يې پيل کړې چې د مور او پلار له نعمته بې برخې دي.
په بغلان کې یو شمېر غالۍاوبدونکي وايي، حکومت دې د دغه صنعت د ودې لپاره له بهره د غالیو واردوونکي شرکتونه اړ کړي چې په هېواد کې دننه له غالۍاوبدونکو سره مرسته وکړي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د يوې تازه سروې له مخې، په دغه ولایت کې ۵۳ نور ځایونه هم د تاریخي سیمو په توګه ثبت شوي دي.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د تالهبرفک ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازنیونې له امله یو کس مړ او یو بل مسموم شوی دی.
د سالنګ لویې لارې يو شمېر موټرچلوونکي وايي چې په دې وروستيو کې دغه لار ډېره خرابه شوې او بيارغونې ته یې جدي اړتيا ده.
د بغلان د کانونو چارو مسوولین وايي، د دغه ولایت د تالهوبرفک ولسوالۍ د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګازنیونې له امله یو کس مړ او شپږ نور مسموم شوي دي.
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، نا پېژاندو وسلهوالو د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یو دیني عالم وژلی دی.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د تازه سروې له مخې، په دغه ولایت کې ۱۵ نور ځايونه هم د تاريخي سيمو په توګه ثبت شوي دي.
د بغلان په خنجان او مرکزي بغلان ولسواليو کې د ترافیکې پېښو له امله دوه کسان مړه او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د ١٢ ولايتونو لوبغاړو ترمنځ د کورش درې ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د پنځه کیلومتره په اوږدوالي د اوبو یوه کانال پاکولو چارې پیل شوې.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د ٨٤ میلیون افغانیو په لګښت د نفتي توکو زېرمه کولو يوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP