پلخمري (پژواک، ١١ غبرګولی ۱۴۰۲): د سالنګ لویې لارې يو شمېر موټرچلوونکي وايي چې په دې وروستيو کې دغه لار ډېره خرابه شوې او بيارغونې ته یې جدي اړتيا ده.

د سالنګ لار پلازمېنه کابل د شمال له نهو ولايتونو سره نښلوي او هره ورځ پر دې لار زرګونه موټر تګ راتګ کوي.

د یادې لارې يوه موټرچلوونکي مشتاقاحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پخوا په پرتله سږ کال د سالنګ لويه لار ډېره خرابه شوې او بيارغونې ته یې جدي اړتيا ده.

هغه وايي: «پخوا به چې موږ له کابله حرکت وکړ، نو تر پلخمري پورې به څلور يا څلورنيمو ساعتونو کې رسېدلو، خو اوس چې د سالنګ لار خرابه ده نو زموږ دغه مزل ٧ ساعتونو ته رسېږي.»

دغه راز د مسافر وړونکي یوه موټر چلوونکي نقيب الله پژواک ته وويل، په کومه ورځ چې باروړونکو موټر روان وي، نو د سړک خرابوالي له امله ګڼه ګوڼه بېخي ډېره شي، بيا د دوى ټوله ورځ په سالنګ کې تېريږي.

دغه راز د باروړونکي یوه موټر چلوونکي فريد وويل چې په دې وروستيو کې په سالنګونو کې سړکونه ډېر خراب شوي، موټر پرې په اسانه تګ راتګ نه شي کولاى.

هغه وايي: «ورځ تر بلې سالنګ لار کې کندې ډېريږي، سفر په کې بېخي مشکل شوى، که جوړ نه شي دا سړک له منځه ځي.»

يو شمېر نورو موټرچلوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې په اساسي ډول د بیاجوړولو غوښتنه وکړه.

خو د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوول عبدالحلیم اغا پژواک ته وویل چې څلور ځايه د سالنګ لويې لارې هوارولو چارې روانې دي.

هغه وايي: «موږ هڅه کې يو چې د سالنګ لپاره يو بديله لار هم پيدا کړو، څو هم کار روان وي او هم د موټرو پر مخ لار بنده نه شي.»

هغه وويل، د حکومت له لوري تر اوسه کلنۍ ملي بودجه نه ده اعلان شوې، هر وخت چې یې بودجه ترلاسه کړه نو د سړک جوړولو چارې به ګړندۍ کړي.

د يادونې ده، د سالنګ لويه لار د لومړي ځل لپاره په ١٣٤٣ هـ ش کال کې د وخت شوروي اتحاد له خوا جوړه شوې ده.