لښکرګاه (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۲): د هلمند مسوولین وايي، پرون په دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله درې ماشومان مړه شوي
د هلمند مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو ۱۷ نوو پایو د نصبېدو چارې پيل شوې او ډېر ژر به فعالې شي.
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د روان کال په لومړۍ ربعه کې څه باندې ۲۱ زره خوارځواکه ماشومان ثبت شوي، خو تېر کال په همدې موده کې دغه شمېر څه باندې ۱۶ زره و.
هلمند کې امنیتي مسوولین وايي، د تېرې یوې اونۍ په جریان کې يې بهر ته د بېلابېل ډول وسلو د ګڼ شمېر مرمیو د قاچاق مخه نیولې ده.
هلمند کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه یې د لس ټنه اوسپنې قاچاق مخه نیولې او ورسره په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.
د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې یوه کورنۍ چې څلور کاله مخکې يې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي وو، له حکومته د همکارۍ او د جرمونو له نړۍوالې محکمې د عدالت غوښتنه کوي.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او مارجې ولسوالۍ کې يې درې کسان د نشهیی توکو د پېر او پلور په تور نیولي دي.
لښکرګاه (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د هلمند د نوزاد ولسوالۍ خلک وايي، وروستیو وچکالیو سخت ځپلي او له حکومته غواړي چې د دې ولسوالۍ په
. . .
د هلمند ځايي مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې شپږ کسان د اوسپنې د قاچاق په تور نیول شوي دي.
هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت د موسیکلا ولسوالۍ په دواب سیمه کې د آرپيجي راکټ زړې مرمۍ چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
د هلمند ولایت مسوولین وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا د لښکرګاه ښاروالۍ په چوکاټ کې ۳۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.