منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

 هلمند کې د سېلابونو له امله درې ماشومان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۷۶ کتنې
ارشیف

لښکرګاه (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۲): د هلمند مسوولین وايي، پرون په دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله درې ماشومان مړه شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پرون (د زمري ۵مه) پژواک خبري آژانس ته وویل: «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله درې ماشومان مړه شوي دي.»

ده زیاته کړه چې دغه ماشومان د یادې ولسوالۍ په دلېجک کلي کې سېلاب وړي او مړه شوي دي.

هغه وايي، د دغو ماشومانو مړي د باغران د امنیتي ځواکونو له خوا پيدا او کورنیو ته يې سپارل شوي دي.

نوموړي وویل چې د یادو سېلابونو له امله کروندو ته هم زیانونه اوښتي، خو د اوښتو زیانونو دقیق ارقام یې وړاندې نه کړل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې