د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ یو شمېر بڼوال وايي، دوی د باغونو پالنې تجربه نه لري او له کرنې ریاسته غواړي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې سږ د تېر کال په پرتله د شفتالو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د سراچې موټر د چپه کېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن د دغه ولایت له نږدې څلور زرو دیني عالمانو څخه د لويې دورې د اسنادو ارزونې او ازموینې بهیر پيل شو.
د هلمند عامې روغتيا ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې ۱۰ نوو روغتيايي مرکزونو فعالیت پیل کړ.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې بست روغتون ته څېرمه د ساري ناروغیو درملنې لپاره یو ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
د هلمند مسوولین خبر ورکوي چې د مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړونده سيمه کې یو کس په سیند کې ډوب او مړ شوی دی.
د هلمند د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۴۲ زره ۲۱۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه کچه سل زره او ۸۰۰ هکټاره وه.
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د اقتصاد ریاست او د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او د سيایچاې موسسې په مالي ملاتړ د یوه کانال پاکولو او استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې.
هلمند کې یو شمېر بزګر او بڼوال وايي، د سړو خونو نشتوالي له امله يې کرنیز محصولات یا خرابېږي او یا یې هم په ډېره کمه بیه پلوري.
د هلمند د موسیکلا ولسوالۍ په مرکز کې د بازار ٦،٣ کیلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
. . .