ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرنې ریاست: سږ کال هلمند کې د کوکنار پر ځای تر ډېره غنم کرل شوي

کرنې ریاست: سږ کال هلمند کې د کوکنار پر ځای تر ډېره غنم کرل شوي

author avatar
12 Apr 2023 - 13:23
کرنې ریاست: سږ کال هلمند کې د کوکنار پر ځای تر ډېره غنم کرل شوي
author avatar
12 Apr 2023 - 13:23

لښکرګاه (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۲): د هلمند د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۴۲ زره ۲۱۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه کچه سل زره او ۸۰۰ هکټاره وه.

د دغه ریاست معلوماتو له مخې، سږ کال د تېر کال په پرتله د ولایت په کچه غنم ۴۱ سلنه ډېر کرل شوي دي.

د هلمند د کرني او مالداری ریاست د غله‌جاتو برخې مدیر احمدشاه پژواک خبري اژانس ته وویل: «سږ کال په ټول هلمند کې پر ۱۴۲ زره ۲۱۲ هکټاره ځمکه غنم کړل شوي، په داسې حال کې چې تېر کال پر سل زره ۸۰۰ هکټاره ځمکه کړل شوي وو.»

هغه زیاته کړه، د نورو کلونو په پرتله سږ په هلمند کې د غنمو کښت ۴۱ سلنه ډېر شوی دی.

نوموړي دغه راز وویل: «په هلمند کې ۱۸ ډوله غنم کرل کېږي چې تر ټولو ښه حاصل هزار دانه، مقایم او روشن ورکوي.»

هغه دا هم وویل چې سږ کال په یاد ولایت کې اورښتونه ډېر وو نو په وینا يې، د غنمو حاصلات به د نورو کلونو په پرتله زیات وي.

نوموړي زیاته کړه: «د تېرو کلونو وچکالو پر مهال به یو جریب پټي ۱۵۰ منه غنم کول خو سږ کال چې اورښتونه زیات شوي، نو اټکل کېږي چې یو جریب پټی به ۲۴۰ منه غنم حاصل ورکړي.»

د دغه ولایت د کرنې ریاست د ترویج مدیر نجیب‎الله هم وویل، ډېره تمه کېږي چې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات وي؛ ځکه په وینا يې چې له یوې خوا خلکو غنم ډېر کرلي او له بلې خوا پر وخت بارانونه شوي دي.

هغه وویل: «سږ په دغه ولایت کې غنم ناروغي نه لري او حاصلات به يې څو چنده زیات وي.»

بلخوا، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله غنم ډېر کرل شوي، خو له حکومته غواړي چې نورو هېوادونو ته د غنمو د قاچاق مخنیوي لپاره دې مخکې له مخکې جدي اقدامات وشي.

د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ د خرابې سیمې اوسېدونکی او ګروندګر اغامحمد وايي: «خلکو به پخوا کوکنار کرل خو اوس يې غنمو ته مخه کړې او هیله ده چې هېواد په دې برخه کې خودکفا شي او له نورو هېوادونو د غنمو واردولو ته اړتیا پيدا نه شي.»

خو هغه زیاته کړه: «دا چې په ګاونډيو هېوادونو کې د غنمو بيه د افغانستان په پرتله لوړه ده، نو په کار ده چې حکومت مخکې له مخکې بهر ته د غنمونو د قاچاق مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیسي.»

دغه راز د یاد ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د لګړۍ سیمې اوسېدونکي عبدالرشید وویل، سږ  پر هغو ټولو ځمکو غنم کرل شوي چې پخوا به کوکنار پرې کرل کېدل او په وینا يې، له همدې امله ډېره هیله پيدا شوې چې د غنمو بيې به ټيټې شي.

هغه هم له حکومته وغوښتل چې د غنمو د قاچاق مخنیوي لپاره دې مخکې له مخکې اقدامات وکړي.

د یادونې ده، له تېرو نږدې څلورو لسیزو راهیسې په هېواد کې د جګړو او ناامنیو له امله د نورو برخو ترڅنګ کرنه هم زیانمنه شوې وه او لومړني توکي به له ګاونډيو هېوادونو واردېدل خو اوس چې جګړه ختمه شوې او د نشه‌يي توکو پر کرکیله هم بندیز لګېدلی نو بزګرانو په بېلابېلو سیمو کې د غنمو کرکيلې ته مخه کړې ده.

Views: 128

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.