د هلمند د اقتصاد ریاست وايي، په دغه ولایت کې د تېر نظام له ۴۰ تر ۴۵ لويو پروژو کارونه لا هم نیمګړي پاتې دي.
هلمند کې مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د نشهيي توکو د تولید درې کارخانې کشف او تخریب شوې دي.
خلک وايي، د دغه ولایت د مرکز اړوند د بولان پل چې د پخواني پاچا محمدظاهرشاه واکمنۍ پر مهال جوړ شوی، د خلکو اړتياوې نه شي پوره کولای او باید ترڅنګ يې بل پل جوړ شي.
هلمند کې فابریکه لرونکي او نور وايي، له څو ورځو راهيسې د کجکي برېښنا پرې شوې چې له امله یې دوی زیانمن شوي دي.
په هلمند ولایت کې د پوهنې ریاست په مشوره، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ او د افغانانو د پوهې او ظرفیت لوړونې موسسې (JACK) له لوري نن ۸۹۰ سیمهییز ټولګي پرانیستل شول.
د هلمند عامې روغتيا ریاست وايي، وړمه ورځ یوه افغان ډاکټر په دغه ولایت کې د ۲۰۰ پرې شونډې ماشومانو وړیا عملیات پيل کړي دي.
د هلمند د مارجې ولسوالۍ خلک وايي، د سړکونو خرابوالي له امله يې ډېری وخت ناروغان تر روغتونه نه رسېږي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ خو مسوولین وايي چې ډېر ژر به د لویو او فرعي لارو د جوړولو چارې پيل شي.
هلمند کې مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت امنیتي ځواکونو دوه کسان چې غوښتل يې پاکستان ته اوسپنه قاچاق کړي، نیولي دي.
مسوولین وايي، د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې ژورې څاه ته لوېدلی لس کلن ماشوم ژغورل شوی او په فراه کې لوېدلې ښځې ساه ورکړې ده.
لښکرګاه (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): د هلمند د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په تېرو جګړو کې يې د ډېری ښوونځيو ودانۍ ویجاړې شوې او زدهکوونکي
د هلمند مسوولین وايي، په سنګين ولسوالۍ کې د اور لګېدنې له امله خلکو ته ځاني او مالي زيان اوښتی ده.
د هلمند مرکز لښکرګاه په ګډون د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ ګرځند بازارونه جوړېږي چې زرګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.