د هلمند مرکز لښکرګاه په ګډون د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ ګرځند بازارونه جوړېږي چې زرګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
لښکرګاه (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱): د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د زړې مرمۍ د چاودني له امله دوه ماشومان
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، نن سهار د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یوه ماشومه ژورې څاه ته لوېدلې وه چې له را ایستل کېدو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
هلمند کې مسوولین وايي چې پرون د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د نشهيي توکو دوه کارخونې سوځول شوې دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو پرون د انسانتښتوونکو له منګولو دوه کسان ازاد او خپلو کورنیو ته يې وسپارل.
د هلمند مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې یو ماشوم ژورې څاه ته لوېدلی دی.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې بُست پوهنتون له خوا خلک داخلي توليداتو مصرفولو ته د هڅونې په موخه له مېوو د جوسو جوړولو نندارتون پرانېستل شو.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د تېرې اونۍ په اوږدو کې په دغه ولایت کې د دوو انسان تښتوونکو په ګډون ۲۴ غله نیول شوي دي .
د هلمند مارجې ولسوالۍ خلک وايي، د بغرا کانال وچېدو له امله د دوی کښتونه وچ شوي او د خړوبولو لپاره یې اوبه نه لري.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، تېره شپه د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړونده سيمه کې یوه کس ځان وژلی دی.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د ۲۲،۵ میلیون افغانيو په لګښت ۴۰ پلچکونه رغول شوي او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د لاسي بم په چاودنه کې دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.