Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي، د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له غاصبینو څه باندې درې زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایې، د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ شوی او د ښځو په ګډون شپږ نور کسان ټپیان دي.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشومه مړه شوې او ورور یې ټپي دی.
د هلمند ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو ۷۰ کلن سړی وژل شوي او زوي یې ټپي دی .
د هلمند ځایي مسوولین وایي، تېره ورځ یو ځوان د هلمند سیند اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
د هلمند حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې یو ځوان د لامبو وهلو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
هلمند کې د روږدو درملنې په سل بستریز روغتون کې د روږدو د درملنې ترڅنګ هغوی ته مسلکي زدهکړې هم ورکول کېږي.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت نادعلی ولسوالۍ کې یو ۱۸ کلن ځوان اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د هلمند د دېشو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځي نه دی جوړ شوی او زیاتوي چې دوی له لسګونو کلونو راهیسې له زدهکړو محروم پاتې دي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت خانشین او دېشو ولسوالیو کې ۵۸۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې رغول شوې او د اوبو تصفیې ماشینونه جوړ او فعال شوي دي.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار او بهرامچې ولسوالۍ کې یې څلور کسان له ۵۶ کېلوګرامه ښېښې او ۱۴۰۰ «کا» ټابلېټونو سره نیولي دي.
د هلمند ځايي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې ۱۰۵ نوې صنعتي فابریکې جوړې شوې او نږدې پنځه زره کسانو ته پهکې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP