ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند خانشین ولسوالۍ له لښکرګاه ښار سره معلومه عمومي لار نه‌لري

د هلمند خانشین ولسوالۍ له لښکرګاه ښار سره معلومه عمومي لار نه‌لري

author avatar
9 Jul 2024 - 16:35
د هلمند خانشین ولسوالۍ له لښکرګاه ښار سره معلومه عمومي لار نه‌لري
author avatar
9 Jul 2024 - 16:35

لښکرګاه ( پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د هلمند د خانشین ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې دوی له مرکز لښکرګاه سره هیڅ معلوم سړک نه‌لري چې له امله یې په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.

د هلمند ولایت په سوېل کې د خانشین ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، دا ولسوالي له مرکز لښکرګاه سره هیڅ معلوم سړک او لاره نه لري او اړ دي څو په نامعلومو دښتي لارو مرکز ته تګ راتګ وکړي چې له امله یې ډېر ځیني وخت خلک لاره ورکه‌وي او نادرکه کېږي.

د دې ولسوالۍ د کلګي سیمې اوسېدونکي سیدګل پژواک خبري اژانس ته وویل، د خانشین او مرکز ترمنځ هیڅ سړک نشته او ټول واټن په شګلنو دښتو پوښل شوی چې له امله یې خلک د تګ راتګ پرمهال د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.

هغه زیاته کړه: «زموږ یوه کليوال د عبدالعلي زوی، په دغه دښته کې لاره ورکه کړې وه، موټر یې خراب شوی و، بیا یې د اوبو نشتوالي له امله ساه ورکړې وه.»

د خانشین ولسوالۍ د مرکزي سیمې یو بل اوسېدونکی خدای‌نظر وایي: «داسې زیاتې پېښې شوې چې ناروغانو مو تر لښکرګاه د لېږد پر مهال په لار کې ساه ورکړې، هغه بله ورځ زموږ د کور یو ماشوم په لاره کې مړ شو.»

ورته مهال، د یادې ولسوالۍ یو موټر چلوونکی وايي، ډېر وخت یې موټر پر لاره خرابېږي او د ډېرې پراخې شګلنې دښتې له امله ساعتونو ساعتونو بند پاتې کېږي.

یوه موټرچلوونکي احمدجان وویل: «لاره مو ډېره خرابه ده، معلوم سړک نشته، ټوله لار دښته ده، اوس شپږ ساعته مزل کوو، که لار جوړه شي باروړونکي موټر به درېیو ساعتونو کې رسېږي او عوارض به هم نه‌کوي.»

بلخوا، د خانشین ولسوال مولوي عبدالصمد بریالی وايي، داسې ډېرې پېښې شوې چې مرکز ته پر لار به خلک نادرکه کېدل، خو زیاتوي چې اوس یې د لارې معلومېدو په موخه پایې درولې دي.

نوموړی وایي: «موږ د دې لارې په تړاو ولایت مقام ته وړاندیزونه کړي چې له مرکز لښکرګاه څخه بیا تر بهرامچې ولسوالۍ پوري یو پوخ سړک راته جوړ شي چې له یوي خوا به د قاچاق مخه هم ونیول شي او بل د خلکو هغه ستونزې به هم حل شي چې اوس ورسره مخ دي.»

په همدې حال کې د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض هم یاده ستونزه مني او زیاتوي چې د خانشین، دېشو او بهرامچې ولسوالۍ چې پراخې دښتې لري، په تېرو دوو کلونو کې په‌کې لس کسان ورک شوي دي.

ریاض وویل: «اوس د خانشین ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د خلکو د ورکېدو مخه نیول شوې او د ولایت مقام په لارښونه هلته دښته کې په هرو دوو کیلومترو کې نښې (خادې/ پایې) درول شوې دي، ان‌شاءالله په پلان کې شته چې د ټولګتو او نورو ریاستونو په همکارۍ به لومړیتوب د هغو ولسوالیو لارو جوړېدو ته ورکړل شي چې اوسېدونکي یې په ستونزو کې دي.»

د هلمند خانشین ولسوالي چې د دغه ولایت سوېل لور ته له مرکز لښکرګاه سره په ۱۳۰ کیلومترۍ کې پرته ده، له ایران او پاکستان سره ۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

Views: 52

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.