د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، غواړي خبریالان د بشري هڅو لیدو لپاره غزې ته د دننه کېدو اجازه ولري.
د افغانستان د ازادو سیالیو پېژندل شوی لوبغاړی بازمحمد مبارز د لومړي ځل لپاره د مویتای په حرفهيي سیالیو کې له یوه بحریني ورزشکار سره لوبېږي.
د غزې عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه نور کسان هم د لوږې له امله مړه شوي دي.
د امریکا ولسمشر له ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې مخکې ویلي چې کېیف او مسکو دواړه باید د جګړې پای ته رسېدو لپاره د خپلو خاورو له یوې برخې تېر شي.
اسټرالیا اعلان کړی چې راروانه میاشت (سپټمبر) به د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې ناسته کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د روان میلادي کال د جولای تر ۲۶مې یو میلیون او ۶۶۸ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
ټاکل شوې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وروسته له اوو کلونو چین ته سفر وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د فراه ابومسلم فوټبال لوبډله د بوتان له «پارو اېفسي» لوبډلې سره د سیالۍ په موخه دغه هېواد ته ولاړه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولین وايي، د هغو حاجیانو د پاتې پیسو ورکولو لړۍ چې په ۱۴۰۴ کال کې د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو، سبا (چهارشنبه) پیلېږي.
لوګر ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د نږدې ۳۷ میلیون ډالرو په پانګونه د ۴۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید یوې دستګاه او د ۱۲۶ میګاولټ امپیر په ظرفیت د یوه سبسټېشن جوړولو چارې پیل شوې.
د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس وايي، د افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا له بهرنیو سرچینو برابرېږي او اوسمهال د هېواد ۴۰ سلنه نفوس برېښنا ته لاسرسی لري او تر راتلونکو دوو کلونو به په دغه شمېر کې د پام وړ لوړوالی راشي.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره یې د افغانستان د بیارغونې لپاره له ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره د همکاریو د لارو چارو په اړه خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP