د راپورونو له مخې، د اندونیزیا په شمالي سولاوسي جزیره کې په یوه کښتۍ کې د اورلګېدنې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند په برېتانیا کې د اطلاعاتو افشا کېدو غبرګون کې وایي، د بښنې عمومي فرمان ټولو ته خوندیتوب ورکوي او تر اوسه هيڅوک د خپلو تېرو کړنو له امله نیول شوی یا وژل شوی نه دی او نه تر تعقیب لاندې دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یواېن – هبیتات) په کابل کې د اوبو د کمښت ناورین په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ويلي چې دې ستونزې ته رسېدنه پراخې پانګونې، هراړخیزې همکارۍ او د عامه پوهاوي لوړېدو ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام(WFP) له ایرانه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د سرچینو د محدودیت له امله یوازې یو شمېر اړمنو کسانو ته بشري مرستې رسولای شي.
کابل کې یوه خصوصي پوهنتون په هېواد کې د خبریالانو د مالي او تحصیلي ملاتړ لپاره صندوق جوړ کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معین د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر عملیاتي برخې له رییس سره په لیدنه کې د بدیل کښت او روږدو درملنې برخو کې د دغه بنسټ د ملاتړ ډېرېدو غوښتنه کړې ده.
د محرم لسمه (عاشورا) په کابل ښار کې د حکومتي مسوولینو، قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه؛ ګډونوالو دغه ورځ د سرښندنې، عدالت غوښتنې او یووالي ورځ وبلله او د مسلمانانو ترمنځ یې پر ورورولۍ او اتحاد ټینګار وکړ.
د پاکستان حکومت امر کړی چې د افغان کډوالو د پياوار کارتونو د تمدید په اړه دې تر وروستۍ پرېکړې د دغو کارتلرونکو پر وړاندې هیڅ ډول اقدام نه کېږي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د روان کال په جون میاشت کې څه باندې ۲۵۶ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي او د بودجې کمښت د مرستو رسولو برخه کې د دغه سازمان او شریکانو خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، نړۍوال سازمانونه باید خپل خدمات د روغتیا له نوې ملي پالیسۍ سره سم تنظیم کړي او د خدمتونو وړاندې کولو پر مهال دې هغې ته ځانګړی پام ولري.
ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایي فرمان په لاسلیکولو سره د سوریې پر وړاندې د متحده ایالتونو ډېری اقتصادي بندیزونه لغوه کړي دي.
د افغانستان د ازادو سیالیو ورزشکار واحدالله نژند د خپل تاجکستاني سیال فریدونشاه نظروف پر وړاندې بریا ترلاسه کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP