کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، نړۍوال سازمانونه باید خپل خدمات د روغتیا له نوې ملي پالیسۍ سره سم تنظیم کړي او د خدمتونو وړاندې کولو پر مهال دې هغې ته ځانګړی پام ولري.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي دغه څرګندونې د روغتیا نړۍوال سازمان، یونیسف ادارې، د بېلګېټس بنسټ او په کابل کې د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د مبارزې ادارې د استازو په ګډون له یوه لوړپوړي پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت نن (سهشنبه) په یوه اعلامیه کې ویلي، په یاده لیدنه کې یې ټینګار کړی چې دغه وزارت د نورو ساري ناروغیو ترڅنګ د پولیو له منځه وړو ته هم ژمن دی چې په دې برخه کې د واکسین ښه تطبیق او لومړنیو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی اړین دي.
هغه د وزارت کاري شریکانو ته د پولیو واکسین د تطبیق برخه کې د همکارۍ او شته ستونزو د حل ډاډ څرګند کړ او له هغوی یې وغوښتل چې همغږي باید لا زیاته او د چارو د لا ښهوالي په موخه باید ګډ تصمیمونه ونیسي.
بلخوا، د پولیو د څار بورډ مشر ډاکټر کریس الیاس ویلي چې زموږ د لیدنو موخه د پولیو د له منځه وړو لپاره د اغېزناکو حللارو موندل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP