د هېواد د عامې روغتیا وزارت مسوولینو له نشهيي توکو سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د ۸۰ زره روږدو درملنه شوې، بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي او اوس عادي ژوند لري.
د اروپا کمېسیون اعلان کړی چې روان ميلادي کال به د افغانستان د ډېرو زیانمنونکو وګړو د ملاتړ په موخه ۱۶۱ میلیونه یورو مرسته وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په سیمه کې له وروستیو نښتو او ترینګلتیاوو سره سره د افغانستان بهرنۍ سوداګري بې له کوم ځنډه منظمه روانه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، تهران هیڅکله نه غواړي جګړه نورو هېوادونو یا سیمې ته پراخه شي خو دا چې جګړه پر ایران تحمیل شي.
په تهران کې د افغانستان سفارت په ایران کې مېشتو هېوادوالو ته خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد کې حساسو نظامي مرکزونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي؛ ځکه دغه سیمې تر جدي څار لاندې دي او هر ډول مشکوک چلند ښايي د هغوی د نیول کېدو لامل شي.
د فرانسې ولسمشر اعلان کړی چې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د حللارې پیدا کېدو په موخه د فرانسې او سعودي عربستان په کوربهتوب د ملګرو ملتونو ناسته پر ایران د اسرائیل له نظامي برید وروسته ځنډئدلې ده.
ایراني چارواکو ویلي چې د کبرا رضایي پر قتل تورن کس چې افغان کډوال دی او په دغه هېواد کې اوسېږي، نیول شوی او د څېړنو پر مهال یې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د لوی اختر په مناسبت خپله وینا کې د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټينګار کړی او له مرستندویو ادارو یې غوښتي چې راستنېدونکو ته د سرپناوو په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړي.
د افغانستان د اسلامي امارت ریيسالوزرا مسلمانانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکۍ ورکولو ترڅنګ بهر ته پر تللو افغانانو غږ کړی چې بېرته هېواد ته راستانه شي او دلته د هغوی لپاره امن دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تاجکستان ۴۹ افغان کډوال را ایستلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر دوه ساعته ټیلېفوني خبرو وروسته ویلي چې روسیه او اوکراین به د بېړني اوربند په اړه مذاکرات پیل کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په اوکراین کې د جګړې درېدو په تړاو به د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زلینسکي سره خبرې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP