کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په سیمه کې له وروستیو نښتو او ترینګلتیاوو سره سره د افغانستان بهرنۍ سوداګري بې له کوم ځنډه منظمه روانه ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (سهشنبه) په یوه اعلامیه کې ویلي، له ګمرکونو او اړوندو ارګانونو ترلاسه شوي معلومات او د خلکو راپورونه ښيي چې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پر ځای دي او په داخلي بازارونو کې د توکو د عرضې، وارداتو او ترانزیټ پروسه په عادي ډول روانه ده.
اعلامیه کې راغلي: «په ټول هېواد کې د اساسي توکو په بیو کې غیرعادي بېثباتي نه ده ثبت شوې او بیې یې د ټاکل شوو معیارونه پر اساس دي. هغه راپورونه چې د یو شمېر رسنیو له لوري د دغه حقیقت خلاف خپاره شوي، رسمي نه دي، شخصي او نامعتبره تحلیلونه دي.»
یاد وزارت زیاته کړې چې اسلامي امارت د لومړنیو او اړینو توکو د پایداره تامین ارزښت ته په کتو د منځنۍ اسیا او منځني ختیځ له هېوادونو سره خپل وارداتي مسیرونه او دغهراز بدیل ظرفیتونه فعال کړي دي.
دغهراز، د صنعت او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې چې په بازار کې د غنمو، اوړو او نورو اړتیا وړ توکو د تامین برخه کې اندېښنه نشته.
د یاد وزارت په وینا، له شته ظرفیتونو په ګټې اخیستو د هېواد ګمرکونه تر جدي کنټرول لاندې دي او د صادراتو د مدیریت، د سوداګرۍ اسانتیاوو، د اسعارو د سرچینو د تأمین او کورنیو اړتیاوو پوره کولو برخو کې په بشپړ تدبیر سره هر اړخیز فعالیت کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې چې د مالیې له وزارت سره په همغږئ په بازارونو کې د احتکار مخنیوي لپاره هر اړخیزې هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده، مخکې له دې هم د مالیې وزارت ویلي وو چې له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه پرانیستې دي او سوداګریزې او ګمرکي چارې پرته له کومې ستونزې په عادي توګه ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP