د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په نسبت په اپرېل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۲۳ سلنه لوړه شوې ده.
د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د سولې د خبرو لپاره ترکیې ته خپل مرستیالان او استازي استولي او ولادیمیر زلینسکي هم دغه هېواد ته رسېدلی دی.
حماس غورځنګ وایي چې منځنۍ اسیا ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر په درشل کې یو اسرائیلي – امریکایي بندي ازادوي.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، هند او پاکستان د اوربند ترڅنګ هوکړه کړې چې هر اړخیزې خبرې اترې به پیلوي.
د چین ولسمشر شي جینپینګ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې په موخه مسکو ته سفر کړی دی.
د راپورونو له مخې، د اسرائیلو له خوا د غزې د بشپړې کلابندۍ په ترڅ کې نږدې ۲۹۰ زره ماشومان د لوږې له امله په بد وضعیت کې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د دفتر (یونیسف) رییس وايي چې له پاکستانه د ایستل شوو افغان کډوالو دوه پر درېیمه ماشومان دي.
له پولیو سره د مبارزې د کمپاین دفتر وايي چې سبا په افغانستان کې د ګوزڼ (پولیو) واکسین کمپیاین پیلېږي.
د ترافیکو عمومي ریاست وایي چې ټکسيچلوونکي دې له شخصي موټرو د ټکسي په توګه د استفادې له ممنوعیته ناوړه استفاده نه کوي، که نه له قانوني چلند سره به مخ شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او له هغوی سره د ناوړه چلند په اړه خواشيني څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې دغه هېواد دې له افغانانو سره د ښه ګاونډيتوب او نړۍوالو اصولو پر بنسټ چلند وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې اسلامي امارت په تېرو درېنیمو کلونو کې په افغانستان کې خپل حاکمیت تثبیت کړی دی.
د راپورونو له مخې، اوکرایني او امریکايي چارواکي د هغو مذاکراتو پایله کې چې د سعودي عربستان په جده کې ترسره شول، د مسکو د توافق په صورت کې پر دېرش ورځني لنډمهاله اوربند هوکړې ته رسېدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP