Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سبا په هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): له پولیو سره د مبارزې د کمپاین دفتر وايي چې سبا په افغانستان کې د ګوزڼ (پولیو) واکسین کمپیاین پیلېږي.

له پولیو سره د مبارزې د کمپاین دفتر نن (یک‌شنبه) پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې د پولیو ناروغي درملنه نه‌ لري خو د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي.

یاد دفتر له کورنیو غوښتي چې خپل له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسین کړي.

ورته مهال، د هېواد د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته دغه موضوع تایید کړه.

خو نوموړي په دې اړه ډېر جزئیات وړاندې نه ‌کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه د تېر کال د کب میاشتې په ۴مه د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ په قروتو سیمه کې ثبت شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.