Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې نږدې ۲۹۰ زره ماشومان د لوږې له امله په بد وضعیت کې دي

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اسرائیلو له خوا د غزې د بشپړې کلابندۍ په ترڅ کې نږدې ۲۹۰ زره ماشومان د لوږې له امله په بد وضعیت کې دي.

الجزیرې په غزه کې د رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د دغو ماشومانو له ډلې له پنځو کلونو کم‌عمره شاوخوا درې زره او۵۰۰ یې د مرګ له ګواښ سره مخ دي او شاوخوا ۷۰ زره نور د خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې بستر دي.

په دغه راپور کې راغلي چې څه باندې دوه میاشتې کېږي چې غزه کلابنده ده.

یاد راپور کې لیکل شوي: «د دې سیستماتیکې کلابندۍ له امله له پنځو کلونو کم‌عمره څه باندې درې زره او ۵۰۰ ماشومان نږدې دی له لوږې ژوند له لاسه ورکړي، په داسې حال کې چې شاوخوا ۲۹۰ زره ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.»

په راپور کې ویل شوي چې د ورځې ۱،۱ میلیون ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره له حد اقل خوړو محروم دي او لږ تر لږه ۵۷ فلسطینيان د لوږې له امله مري.

 د مرستندویه بنسټونو په خبره، د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو کمښت دا سیمه له لوږې سره مخ کړې او د خوارځواکۍ د مخنیونې او درملنې لپاره لازمې سرچینې په چټکۍ مخ په خلاصېدو دي.

د یادونې ده، غزه د خوراکي او نورو لومړنیو توکو د کمښت له امله له قحطۍ سره مخ ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.