کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د سولې د خبرو لپاره ترکیې ته خپل مرستیالان او استازي استولي او ولادیمیر زلینسکي هم دغه هېواد ته رسېدلی دی.
رويټرز خبري اژانس ته راپور ورکړی چې پوتین د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلینسکي هغه غوښتنه چې ګویا دی خپله دې ترکیه ورسره وګوري، رد کړې ده.
د اوکراین د یوه چارواکي له قوله، زلينسکي ویلي له پوتین پرته به له هیڅ روسي اړخ سره خبرې ونه کړي او په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره له لیدنې وروسته به د مذاکراتو په اړه تصمیم ونیسي.
راپور کې راغلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل مرستیالان او استازي له اوکراین سره د سولې خبرو لپاره ترکیې ته استولي دي.
ورته مهال، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، هیلهمن دی چې روسیه او اوکراین د مذاکراتو نوی فصل پیل کړي.
ورته مهال، اوکرایني رسنیو هم خبر ورکړی چې زلینسکي ترکیې ته رسېدلی دی.
د یادونې ده، پوتین د یکشنبې په ورځ په استانبول کې له اوکراین سره د مستقیمو خبرو وړاندیز وکړ او زلینسکي ویلي وو چې د کرملین مشر ته به منتظر وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP