Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حماس: یو اسرائیلي – امریکايي بندي ازادوو

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۴): حماس غورځنګ وایي چې منځنۍ اسیا ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر په درشل کې یو اسرائیلي – امریکایي بندي ازادوي.

د بي‌بي‌سي فارسي څانګې د راپور له مخې، حماس ویلي چې دغه بندي ادان الکساندر نومېږي، د هغه ازادول په غزه کې د اوربند او د بشري مرستو د ورتلو هوکړې ته د لاسرسي لپاره د هڅو یوه برخه ده.

حماس زیاته کړې چې دغه تصمیم یې په قطر کې له امریکا سره تر مستقیمو خبرو وروسته نیولی دی.

دغه غورځنګ وایي چې غزې ته د بشري مرستو د بیا داخلېدو لپاره هوکړې ته د رسېدو برخه به همکاري وکړي.

ورته مهال، د اسرائیل لومړي وزیر بینامین نتانیاهو ویلي چې د دغه اسرائیلي – امریکايي زنداني ازادېدل به د اوربند یا د فلسطیني زندانیانو ازادېدو لامل نه شي.

د راپور له مخې، د نتانیاهو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د دغه بندي ازادېدل د امریکا د ولسمشر د ملاتړ او د اسرائیل د نظامي فشار له امله شوني شوي دي.

قطر او مصر د حماس له دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د یادونې ده، ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د سوداګریزو هوکړه‌لیکونو لپاره سعودي، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.