Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د چین ولسمشر روسیې ته ولاړ

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۴): د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې په موخه مسکو ته سفر کړی دی.

رویټرز اژانس نن (پنج‌شنبه) راپور ورکړی چې پوتین په نړۍواله دویمه جګړه کې د روسیې د بریا ۸۰مه کلیزې نمانځنې مراسمو کې د ګډون لپاره د چین له ولسمشره مننه کړې ده.

پوتین زیاته کړې: «موږ له خپلو چیني ملګرو سره له تاریخي حقیقت څخه په کلکه ساتنه کوو، د جګړو د کلونو د پېښو خاطرې په یاد ساتو او له اوسني نیونازیسم او جګړې‌پالنې سره مقابله کوو.»

په راپور کې راغلي چې د دې اونۍ د کالیزې په جشنونو کې د شي جین‌پینګ ګډون د پوتین لپاره مهمه پیاوړتیا ده.

ورته مهال، شي جین‌پینګ هم ویلي چې دواړه هېوادونه د نړۍ د قدرتونو او د ملکرو ملتونو سازمان د امنیت شورا دایمي غړو په توګه به له «یو اړخ پاللو او زورواکي» سره د مقابلې لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «په ګډه به د دویمې نړۍوال جګړې له تاریخ څخه سمه نظریه خپروي، د ملګرو ملتونو له اقتدار او مقام څخه به ساتنه وکړي، د چین، روسیې او مخ پر ودې هېوادونو له حقونو او ګټو څخه به په کلکه دفاع وکړي او له یو بل سره به یوځای د برابر، منظم، څو قطبي او ټول‌ګډوني اقتصاد نړۍوال کېدو لپاره همکاري کوي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.